د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان په زرګونو کډوال وايي حکومت ورباندې مرستې بندې کړې


شمالي وریرستان کې د ۲۰۱۴ز کال په پوځي عملیاتو کې تر يو مېليون زیات کسان بېکوره شول. د ۲۰۱۵ز کال انځور
شمالي وریرستان کې د ۲۰۱۴ز کال په پوځي عملیاتو کې تر يو مېليون زیات کسان بېکوره شول. د ۲۰۱۵ز کال انځور

د شمالي وزیرستان بېکوره شوي کسان وايي چې حکومت ورباندې میاشتنۍ شل زره روپۍ ورکول بندې کړې چې له کبله يې ستونزې زیاتې شوې دي.

د اغېزمنو د کمیټۍ مشر ملک رحمت غلام د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې تړاو د اګست پر ۱۲مه په بنو کې له چارواکو سره وليدل چې پکې ورسره ژمنه وشوه چې دا ستونزه به يې حل شي.

خو د ده په خبره، تر يوې اوونۍ زیات وخت تېر شوی خو لاهم د مسلې د هواري په انتظار دي.

هغه زیاته کړه چې پر ۷۰۰۰کورونيو مالي مرستې بندې شوې چې اړه احتجاجونه هم کړي."د اګست ۱۲مې نيټې په غونډه کې (چارواکو) راته وويل چې تاسو ټول د شناختي کارټونو کاپیانې جمعع کړئ نو د مرستيال کمېشنر تر خط وروسته به مرستې بحاله شي."

نوموړي وویل چې نور د کډوالۍ له ژونده څخه تنګ شوي نو غوښتنه کوي چې یا خو دې ورته میاشتنۍ مالي مرستې ورکړل شي يا دې يې سولهيځ وزیرستان ته ستانه کړي.

په وزیرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم عملياتو کې تر يو ميليون زیات کسان د پاکستان او افغانستان بېلابېلو سيمو ته کډه شوي ول. خو د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته حکومت د بېکوره خلکو د ستنېدو لړۍ پیل کړه خو اوس هم په زرګونو کورنۍ په افغانستان، د بنو بکاخېل کېمپ او نور سيمو کې د بېکورۍ ژوند تېروي.

پاتې کډوال غوښتنه کوي چې حکومت دې ژر تر ژره خپلو سيمو ته ستانه کړي او په دې تړاو دوی د جولاۍ له ۲۵مې څخه بیا تر ۲۹مې پورې په پېښور کې د خپلو غوښتنو لپاره پرلت هم وهلی وو خو تر حکومتي ډاډ وروسته یې ختم کړ.

د ملک رحمت غلام په خبره، د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو په وړاندې د انتظام ادارې ( پي ډي ایم اې) سره ۱۵،۲۳۰ کورنۍ رجسټرډ دي چې پکې پر ۷۰۰۰ کورنیو میاشتنۍ مرستې بندې شوې دي. حکومت هر مياشت دغو کورنيو ته ۲۰،۰۰۰ روپۍ نغدې او نور خوراکي توکي ورکول.

خو په خیبر پښتونخوا کې د پي ډی اېم اې ویاند احسان داوړ د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې له دوی سره ځیني داسې رجسټرډ شوې کورنۍ وې چې سیمو ته ستنې شوې خو بیا یې هم میاشتنۍ مرستې تر لاسه کولې.

د داوړ په خبره، حکومت د حقدارو کورنیو د تصدیق لپاره په ورځپاڼو کې يو اشتهار خپور کړی وو چې پکې ويل شوي ول چې بېکوره کسان دې خپل فارمونه جمع کړي او په دوی کې چې د چا سيمې له وسله والو پاکې ګرځول شوې دي هغوی دې ستانه شي او حکومت به ورسره په بېرته تګ کې مرسته وکړي.

خو د ده په خبره، کله چې یوې کورنۍ هم ورسره تماس و نه نیاو نو حکومت په شا او خوا ۷۰۰۰ کورنیو باندې مرستې بندې کړې.

داوړ وویل اوس یوازې هغو کورنیو ته په مرستو ورکوي چې لا خو سیمې د امنیتي ځواکونو لخوا له وسله والو پاکې یا پرامنه نه دې اعلان شوې.

وزیرستاني کډوال: له افغانستانه راغلو خو پاکستان کې بیا کډوال شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:10 0:00

په دې باندې خبرې روانې دي. خو د دوی د ستنولو لپاره مو کومه نېټه نه ده ټاکلی. ځیني داسې خلک هم وو چې ویل یې واپس نه یو تللې بیا هم راباندې مرستې بندې شوې دي. زموږ په دفتر کې د هغوی د تصدیق کار روان دی او چې کوم داسې خلک دي چې واپس نه دي تللې او علاقې یې پاکې نه دي هغوی ته به مرستې جاري شي. خو چې کوم تللي او سیمې يې پاکې دي نو پر هغوی به مرستې بندې وي

د پي ډي ایم اې ویاند وویل سیمې د وسله والو څخه د پاکو ګرځولو واک یوازې له امنیتي ځواکونو سره دی او دوی له خپله طرفه کډوال کورونو ته نه شي ستنولای.

امنیتي ځواکونه هغه مهال سیمې د اوسېدو وړ ګرځوي چې له وسله والو پاکې وي، د اوبو، روغتيا او د ژوند د نورو اسانتياوو بندوبست شوی وي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر شاهد علي خان د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل کډوالو ته به د کورنۍ پر سر تر هغو پورې د میاشتې ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکول کېږي تر څو پورې چې دوی د کډوالو قانوني حېثېت ولري. د ده په وینا، له ستنېدو سره سم به تر يو کاله پورې دغه مرستې ورکول کېږي او بیا به بندې شي.

کډوال: شمالي وزیرستان ته تر ستنېدو مخکې هلته بشپړ امنیت غواړو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:19 0:00

نوموړي زیاته کړه چې په دغو ۷،۰۰۰ کورنیو کې به هغو کورونيو ته مرستې بحاله شي چې د پالیسۍ تر مخه حقداره دي.

دا ۷،۰۰۰ کورنۍ په بنیادي توګه هغه دي چې خپلو کورنو ته یې واپسي شوې ده. په دې کې ځینې داسې کورنۍ دي چې واپسي یې نه ده شوی خو د هغو سیمو سره تړلې وو چې ډي نوټیفايي یا له وسله والو پاکې ګرځول شوی وې. پي ډي ایم اې سره مو غونډه کړې ده. په دې کې هغه کورنۍ چې یو کال یې د تلو شوی دی نو د هغوی ټېلېفوني سمونه به بندېږي او هغه کسان چې نه دې ستانه شوي هغوی ته به يې جاري کوو. په دې کې ظفر ټاون یو ځانګړې کېس دی چې هغه به هم منظوروو

خو کډوال وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکو سره جرګه کوي او که يې غوښتنې و نه منل شي نو د پرلت لپاره به اسلام اباد ته ځي.

XS
SM
MD
LG