محمود خان: د تحریک انصاف پر غړو د تشدد له امله د وفاقي حکومت ضد مقدمه درجوو

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی محمود خان

د خیبر پښتونخوا وزيراعلی او د تحريک انصاف يو مشر، محمود خان وايي د وفاقي حکومت پر ضد به له دې امله مقدمې درجوي چې په وينا یې د دوی د ګوند پر غړيو یې تشدد کړی دی.

محمود خان د مې په ۲۸مه، د سوات په کالام کې يوې جلسه کې د خبرو په وخت تور پورې کړ چې د مې په ۲۵مه، په اسلام اباد کې د تحریک انصاف پر لاریونوالو وفاقي پولیسو تشدد کړی. هغه ادعا وکړه چې د تحریک انصاف دوه غړي وژل شوي دي.

محمود خان زیاته کړه چې د کورنيو چارو وفاقي‌وزیر رانا ثناالله ويلي‌ چې پر ده به مقدمه درجوي خو هغه د جلسې ګډونوالو ته وويل: "پښتون وزيراعلی چي دې دی، دی به ستاسو بدل خامخا اخلي. پښتون هر څه معافوي خو چې په خپلو خويندو ميندو یې تشدد وشي هغه چرته هم نه معافوي. دا درته وايم رانا ثنا الله په ما دې هم مقدمه درج کړې. څومره چې دې په قلم کي زور وي ايف ايي ار راباندې کوه."

دا هم وګورئ: د عمران خان په ګډون د تحریک انصاف یوشمېر مشرانو ضد مقدمې دایرې شوې دي

د يادونې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت دی. دوی د اپريل تر دولسمې پورې په وفاق کې هم حکومت درلود خو د هغه مهال اپوزیشن ګوندونو ورته لای یو کړ او د عدم اعتماد تحريک له لارې یې د هغه وخت وزيراعظم عمران خان ليرې کړ. په دې سره د تحريک انصاف وفاقي حکومت ختم شو او پر ځای یې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ ایتلافي حکومت راغی.

عمران خان د دغه ایتلافي حکومت پر ضد او د ټاکنو د ژر کولو لپاره جلسې پيل کړي دي. دوی د مې په ۲۵مه اسلام اباد ته لاريون له پېښوره شروع کړ.

په اسلام اباد کې د پولیسو او تحريک انصاف د مظاهره چيانو ترمنځ نښتې وشوې، ځيني ګاډي ويجاړ او ځينو ځايونو ته اور واچول شو. عمران خان دغه لاريون حکومت ته د شپږو ورځو د مهلت په ورکولو پای ته ورساوه او ويل چې په دغومره وخت کې که حکومت د عمومي ټاکنو لپاره نېټه اعلان نه کړي نو بیا به اسلام اباد ته لاريون وکړي. خو حکومت دا غوښتنې رد کړې دي.‌