د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف لاریون پاکستان له کومو سیاسي او اقتصادي چیلېنجونو سره مخامخ کړی دی؟


د تحریک انصاف لاریون پاکستان له کومو سیاسي او اقتصادي چیلېنجونو سره مخامخ کړی دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:53 0:00

پاکستان تحريک انصاف د مې پر ۲۵مه حکومت د انتخاباتو اعلان ته د مجبورولو لپاره د اسلام اباد پر لوري لاريون پیل کړ. خو حکومت په ځواب کې وايي چې تحریک انصاف ته د لاريون اجازه نه ورکوي او قامي اسمبلۍ به تر ۲۰۲۳ز کاله پورې خپله اييني موده پوره کوي. د پنجاب او اسلام اباد پوليسو وار له مخه د تحريک انصاف د غړو او مشرانو د نيولو لړۍ پیل کړې ده. په ځینو سيمو کې د احتجاجیانو او پوليسو ترمینځ نښتې هم شوې دي. د تحريک انصاف او واکمن ګوندونو ترمینځ ترینګلتیا بیخي زیاته شوې ده چې د هېواد سياسي نظام او اقتصادي وضعيت يې له چیلېنجونو سره مخامخ کړی دی. د مشال تر رڼا لاندې کې د روانې سياسي ناکرارۍ بېلابېل اړخونه څېړل شوي دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG