د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ د احتساب ادارې او د ووټ اچولو برقي مشينونو په اړه ترمیمي مسودې منظورې کړې


د پاکستان قامي اسمبلۍ دواړه قانوني مسودې د مې پر ۲۶مه او سېنېټ د مې پر ۲۷مه منظور کړې - پخوانی انځور.
د پاکستان قامي اسمبلۍ دواړه قانوني مسودې د مې پر ۲۶مه او سېنېټ د مې پر ۲۷مه منظور کړې - پخوانی انځور.

د پاکستان سېنېټ د احتساب ادارې او په انتخاباتو کې د ووټونو د برقي مشینونو په اړه دوه قانوني مسودې منظورې کړې دي.

د مې پر ۲۷مه د احتساب قامي ادارې (نېب) په اړه په منظور شوي ترمیمي بل کې راغلي چې که یو کس درې کاله د هغې ادارې مشر پاتې شي نو په دویم ځل یې مشري نه شي کولای.

په مسوده کې همداراز راغلي چې نیب به د یوې مقدمې تر درج کېدو سمدستي وروسته د تورن کس د نیولو واک نه لري بلکې پلټنې به کوي او په دې لړ کې به ټول ثبوتونه پیدا کوي.

په مسوده کې دا هم ویلي شوي چې نیب به یو کس د پوښتنو او پلټنو لپاره د درو میاشتو پر ځای تر ۱۴ ورځو پورې په خپل حراست کې ساتلای شي او تر ګرفتارۍ وروسته به یې په ۲۴ ساعتونو کې دننه د احتساب عدالت ته وړاندې کوي.

د پاکستان پخوانیو مخالفه ګوندونو چې اوسمهال د اېتلافي حکومت برخه دي، په بیا بیا پر نیب او د هغې ادارې پر قانون انتقاد کاوه او تور یې پورې کاوه چې د پخواني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت د احتساب اداره د غچ اخیستو لپاره د سیاسي مخالفانو ضد کاروله. خو خان او نیب په تېرو څه د پاسه درو کلونو کې په بیا بیا دا تور رد کړی.

پخواني حکومت ویل چې نیب په خپلو چارو کې خپلواکه ده او د هغې ادارې چارواکو ټینګار کاوه چې د درغلۍ ضد هڅو ته دوام ورکوي او دا چې د پخواني حکومتي چارواکو پرضد یې هم قضیې پرانیستې وې.

په دویمه قانوني مسوده کې هغه بدلونونه لغوه شوي چې د تحریک انصاف په مشرۍ پخواني اېتلافي حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې کړي ول. تېر حکومت په قانون کې بدلونونه کړي ول چې ورسره سم به خلکو په انتخاباتو کې د برېښنايي مشینونو له لارې خپلې رایې کارولې.

د ووټ اچولو لپاره د برقي مشینونو کارولو موضوع لانجمنه وه چې پخوانیو مخالفه ګوندونو او د پاکستان انتخاباتي کمېشن یې مخالفت کړی وو خو د پخواني وزیراعظم عمران خان حکومت دریځ لاره چې یوازې برېښنايي مشینونه په انتخاباتو کې د ټګۍ او درغلۍ مخه نیولای شي.

خو د سېنېټ په منظور کړې مسوده کې راغلي چې راتلونکي انتخابات به د تېرو هغو په څېر کېږي او خلک به کاغذي ووټونه کاروي.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په بیا بیا پر حکومت ټینګار کړی چې د انتخاباتو نېټه دې اعلان کړي خو اوسنی وفاقي حکومت وايي، انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د اسمبلیو له قانوني مودې پوره کېدو سره سم کېږي.

دواړه قانوني مسودې د مې پر ۲۶مه قومي اسمبلۍ منظور کړې وې چې اوس به د ولسمشر تر لاسلیک وروسته د قانون په توګه نافذې شي.

XS
SM
MD
LG