د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان په ګډون د تحریک انصاف یوشمېر مشرانو ضد مقدمې دایرې شوې دي


د مې پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د تحریک انصاف پلویانو او پولیسو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې وشوې.
د مې پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د تحریک انصاف پلویانو او پولیسو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې وشوې.

د اسلام اباد او سیند صوبې پولیسو د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان په ګډون د یوشمېر مشرانو پرضد مقدمې درج کړې دي.

د اسلام اباد پولیسو د مې پر ۲۶مه وویل چې په کوهسار تاڼه کې یې په ښار کې د اور اچولو او د دولتي ودانیو د زیانمنولو په پېښو کې د ککړتیا په تور د تحریک انصاف ګوند د مشر او یوشمېر مخکښه سیاستوالانو پرضد رپورټونه دایر کړي دي.

پولیسو دا اقدام تر هغې یوه ورځ وروسته کړی چې د مې پر ۲۵مه د پاکستان رسنیو خبر ورکړ چې د تحریک انصاف پلویانو په پلازمېنه کې د احتجاج پرمهال ونو ته اور واچاوه او ودانیو ته یې تاوان ورساوه.

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د اسلام اباد پر لوري لاریون له خیبر پښتونخوا پیل شوی وو چې موخه یې حکومت د اسمبلیو ماتولو او د انتخاباتو نېټې اعلانولو ته اړ کول ول.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پلویانو خپل لاریون د مې پر ۲۵مه له پېښوره پیل کړ.
د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پلویانو خپل لاریون د مې پر ۲۵مه له پېښوره پیل کړ.

حکومتي وزیران دعوه کوي چې د تحریک انصاف پلویانو د اسلام اباد په جمهوریت څلورلاره (ډي چوک) کې شنې ونې وسوځولې. په هغه سیمه کې د هغه ګوند پلویانو او پولیسو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې هم شوې وې.

مقابل لوري تور پورې کړی چې اور د پولیسو د ډزو له وجې لګېدلی خو په ازاده توګه د دې ادعا تصدیق نه دی شوی.

البته د تحریک انصاف ځینو پلویانو د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته ویلي چې اور یې د پولیسو د اوښکې بهوونکي ګیس اغېز کمولو لپاره لګولی وو.

د اسلام اباد پولیسو ویلي دي چې په مقدمو کې یې ۱۵۰ کسان نومولي چې ورڅخه یې ۳۹ نیولي دي.

د مقدمو په متن کې تور پورې شوی چې ګرفتارو کسانو د مې پر ۲۵مه د پاکستان تحریک انصاف د احتجاجي لاریون پر مهال د عمران خان، اسد عمر، عمران اسماعیل، راجا خرم نواز، علي امين ګنډه پور او علي نواز اعوان په اشاره سرکاري املاکو ته زيان ورساوه.

د سیند پولیسو مقدمې

بلخوا د سيند پوليسو د پاکستان تحريک انصاف د کراچۍ مشرانو پرضد په تېرو دوو ورځو کې تر ۲۰ زياتې مقدمې دایرې کړې دي.

د سرکاري مدعیت په مقدمو کې د ترهګرۍ او حکومتي ملکیتونو ته د زیان رسولو او خلک د رياست پر ضد پارولو پارولو په ګډون نورې جنايي مادې هم شاملې دي.

د سيند صوبې د بلدياتو وزير ناصر حسین شاه د مې پر ۲۶ مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې هر څوک د سوله ییز احتجاج حق لري، خو د ده په وينا، پاکستان تحريک انصاف د احتجاج په نوم "ترهګري" کړې ده۔ "د ګاډو په سوځولو او د مالونو په زيانمنولو کې د ککړو کسانو پر ضد به سخته کارروايي وشي. د دوی خلاف په جوړو مقدمو کې به د قانون مطابق کارروايي کېږي، ځکه د دوی په حملو کې پوليس افسران هم ژوبل شوي دي."

خو په کراچۍ کې د پاکستان تحريک انصاف مشران دا تورونه ردوي او وايي چې دا مقدمې به په عدالت کې چیلېنجوي.

د هغه ګوند مشر عمران خان د مې پر ۲۶مه په اسلام اباد کې حکومت ته د شپږو ورځو مهلت ورکړ چې اسمبلۍ دې ماتې کړي او د نویو انتخاباتو نېټه دې اعلان کړي.

د عمران خان تر وینا وروسته د پاکستان تحریک انصاف پلویان له اسلام اباده د خپلو کورونو پر لوري روان شول.

د پاکستان سپریم کورټ د مې پر ۲۵مه تحریک انصاف ګوند ته د اسلام اباد په اېچ – ۹ سېکټر یا سیمه کې د ورغونډېدو اجازه ورکړې وه او ورباندې یې ټینګار کړی وو چې خپل احتجاج دې سوله ییز وساتي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک په حق کې رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې ګوښه کړ.

نوموړي له هغه وخت راهیسې احتجاجي جلسو ته دوام ورکړی دی او وايي، موخه یې حکومت د انتخاباتو نېټې اعلانولو ته اړ کول دي.

خو وفاقي حکومت وايي، د هېواد خراب اقتصادي حالت سمول یې لومړیتوب دی او دا چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کوي.

XS
SM
MD
LG