د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثناالله: حکومت به له ټاکلي وخت مخکې انتخابات نه کوي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي، حکومت به يې خپله اييني موده پوره کوي او له وخته د مخکې انتخاباتو کولو هېڅ پلان نه لري.


رانا ثناالله د مې په ۲۱مه، له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې حکومت به يې د انتخاباتو په اړه پريکړه له خپلو اتحاديانو سره په شريکه کوي:

"ما له دې مخکې هم وېلي دي او وزيراعظم ميا شهباز شريف هم وېلي دي چې موږ به ناڅاپي پرېکړې نه کوو او چې څه هم کوو نو هغه به په خپلمنځي مشاورت سره کوو."

دا په داسې حال کې ده چې پخواني وزيراعظم عمران خان د مې په ۲۰مه، په ملتان کې جلسې ته وېلي دي چې د حکومت پرضد د اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ حتمي نيټه به د اتوار پر ورځ اعلانوي.

نوموړی وايي له حکومت يې يوازې دا يوه غوښتنه ده چې اسمبليانې دې ماتې کړي او انتخابات دې وکړي.

عمران خان د روان کال د اپريل په ۱۰مه د مسلم ليګ (ن) او نورو سياسي ګوندونو لخوا د راوړل شوي عدم اعتماد تحريک په نتيجه کې د وزيراعظمۍ له څوکۍ لرې کړل شو.

نوموړی تور لګوي چې دغه تحريک د بهرني سازش برخه وه خو په موجوده حکومت کې شامل ګوندونه دغه تور ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG