د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: حکومت دې ۶ ورځو کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړي


عمران خان پر حکومت غږ وکړ چې اسمبلۍ دې ماتې کړي او د انتخاباتو نېټه دې اعلان کړي - د مې ۲۵مې انځور.
عمران خان پر حکومت غږ وکړ چې اسمبلۍ دې ماتې کړي او د انتخاباتو نېټه دې اعلان کړي - د مې ۲۵مې انځور.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اېتلافي حکومت ته د شپږو ورځو مهلت ورکړی دی چې د نویو انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

نوموړی د مې پر ۲۶مه اسلام اباد ته په رسېدو پر جناح سړک خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، له خیبر پښتونخوا یې احتجاجي لاریون پیل کړ او په کانټینر کې تر ۲۰ ساعته سفر وروسته اسلام اباد ته ورسېد.

د مې پر ۲۵مه د تحریک انصاف ګوند سیاستوالانو او پلویانو د حکومت پرضد لاریون پیل کړ چې ورته یې د "ازادۍ مارچ" نوم ورکړی دی.

حکومت لومړی ویلي ول چې د لاریون اجازه نه ورکوي او د دې موخې لپاره یې اسلام اباد ته تلونکې لارې هم تړلې وې خو د چارشنبې (شورو) پر ورځ سپریم کورټ ورته امر وکړ چې لاریونوالو ته دې له متبادلو لارو اسلام اباد ته د تګ او هلته د احتجاج اجازه ورکړي.

عمران خان په اسلام اباد کې په وینا کې پر حکومت غږ وکړ "په جون کې اسمبلۍ ړنګې کړئ او انتخابات اعلان کړئ. که تاسې په شپږو ورځو کې دا کار و نه کړ نو زه به له ټولو پاکستانیانو سره یو ځل بیا اسلام اباد ته درځم."

د عمران خان تر وینا وروسته د پاکستان تحریک انصاف پلویان له اسلام اباده د خپلو کورونو پر لوري روان شول.

اخوا د اسلام اباد په جمهوریت څلورلاره (ډي چوک) کې د شپې مهال د تحریک انصاف د پلویانو او پولیسو ترمینځ نښتې وشوې.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د مې پر ۲۵مه شپې مهال پر ټوېټر په بیان کې تور پورې کړ چې د تحریک انصاف پلویانو د ښار په بلو اېریا کې ونو ته اور اچولی، ودانۍ یې زیانمنې کړې دي او پر پولیسو یې هم حملې کړې دي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د دولت کار د امنیت ساتل او د هېواد د اوسېدونکو د ژوند او مال ساتنه کول دي.

د هغه په خبره، همدا لامل دی چې د اسلام اباد جمهوریت څلورلاره یې تړلې ده. رانا ثناالله زیاته کړه چې د عمران خان له لوري هغې څلورلارې ته د خپلو پلویانو وربلل د سپریم کورټ د پرېکړې سپکاوی دی.

د پاکستان سپریم کورټ د مې پر ۲۵مه تحریک انصاف ګوند ته د اسلام اباد په اېچ – ۹ سېکټر یا سیمه کې د ورغونډېدو اجازه ورکړې وه او ورباندې یې ټینګار کړی وو چې خپل احتجاج دې سوله ییز وساتي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک په حق کې رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې ګوښه کړ.

نوموړي له هغه وخت راهیسې احتجاجي جلسو ته دوام ورکړی دی او وايي، موخه یې حکومت د انتخاباتو نېټې اعلانولو ته اړ کول دي.

خو وفاقي حکومت وايي، د هېواد خراب اقتصادي حالت سمول یې لومړیتوب دی او دا چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کوي.

XS
SM
MD
LG