د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثناالله: دا ځل عمران خان اسلام اباد ته نه پرېږدو


د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله وايي عمران خان به دا ځل د لاریون او پرلت لپاره اسلام اباد ته نه پرېښودل کيږي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله وايي عمران خان به دا ځل د لاریون او پرلت لپاره اسلام اباد ته نه پرېښودل کيږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله وايي عمران خان به دا ځل د لاریون او پرلت لپاره اسلام اباد ته نه پرېښودل کيږي.

رانا ثناالله د مې پر ۲۷مه د پاکستان له شخصي ټېلي ويژن جيو نيوز سره په خبرو کې وويل چې که پخوانی وزيراعظم عمران خان شپږ ورځې وروسته له خېبرپښتونخوا څخه اسلام اباد ته جلوس راولي نو دوی به يې له اټک پل تېرېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي تور پورې کړ چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان چيف جسټس، ادارو او حکومت ته دړکې ورکوي چې دا رنګ په دوی خپل شرطونه ومني. د ده په وینا، دغه دړکې بايد ونه منل شي.

رانا ثناالله د پوښتنې راپورته کولو په توګه زياته کړه چې که عمران خان دا ځل د لاريون پرمهال د پرامنه اوسېدو تړون هم وکړي نو څوک به يې ضمانت ورکوي؟

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف مشر او لرې کړل شوی وزیراعظم عمران خان پر دې غوښتنه ولاړ دی چې باید اسمبلۍ ماتې او په ملک کې زر تر زره عام انتخابات وشي.

عمران خان دا دریځ له هغه وروسته خپل کړ چې د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر لسمه نېټه د هغه وخت اپوزېشن ګوندونو په اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک په وړاندې کولو سره د ده حکومت ختم کړ.

عمران خان له هغه وروسته د ملک په بېلا بېلو ښارونو کې پراخې جلسې وکړې او د مې پر ۲۵مه یې اسلام اباد ته لاریون وکړ.

نوموړي په جلسو کې ویلي وو چې کله د مې پر ۲۵مه اسلام اباد ته لاړ شي نو به تر هغه وخته هلته پرلت وهي چې د شهباز شریف په مشرۍ اوسني حکومت اسمبلۍ نه وي ماتې کړې او د عامو انتخاباتو اعلان یې نه وي کړی.

خو عمران خان د مې پر ۲۶مه په اسلام اباد کې د احتجاج ختمولو اعلان وکړ او ویې ويل چې حکومت دې په ۶ ورځو کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړي ګينې بيا به اسلام اباد ته لاريون وکړي.

حکومتي چارواکي عمران خان او د تحریک انصاف نور مشران په ملک د ګډوډۍ رامنځته کولو په هڅو تورنوي خو هغوی یې نه مني.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان چې کله د مې پر ۲۵مه له پېښوره د لاریون په بدرګه اسلام اباد ته لاړ نو هلته د اسلام اباد پولیسو د هغه په ګډون د ګوند د یوشمېر مشرانو پرضد مقدمې درج کړې .

پولیسو وویل چې د تحریک انصاف پلویانو په اسلام اباد کې د احتجاج پرمهال ونو ته اور واچاوه او ودانیو ته یې تاوان ورساوه.

بلخوا د سيند پوليسو د پاکستان تحريک انصاف د کراچۍ مشرانو پرضد په تېرو دوو ورځو کې تر ۲۰ زياتې مقدمې دایرې کړې دي.

د سرکاري مدعیت په مقدمو کې د ترهګرۍ او حکومتي ملکیتونو ته د زیان رسولو او خلک د رياست پر ضد پارولو پارولو په ګډون نورې جنايي مادې هم شاملې دي.

خو د پاکستان تحريک انصاف مشران دا تورونه ردوي او وايي چې دا مقدمې به په عدالت کې چیلېنجوي.

XS
SM
MD
LG