د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د پاکستان اېتلافي حکومت به انتخابات وکړي؟


د وزیراعظم شهباز شریف (له کیڼې خوا لومړی) په مشرۍ د اېتلافي ګوندونو مشران د انتخاباتو په اړه جلا نظرونه لري - پخوانی انځور.
د وزیراعظم شهباز شریف (له کیڼې خوا لومړی) په مشرۍ د اېتلافي ګوندونو مشران د انتخاباتو په اړه جلا نظرونه لري - پخوانی انځور.

په اپرېل کې د وزیراعظمۍ له څوکۍ څخه له لیرې کېدو راهیسې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان احتجاجي جلسو ته دوام ورکړی او ټینګار کوي چې اوسنی حکومت دې د نویو انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

اخوا د پاکستان مسلم لیګ (ن) سیاستوال او وزیراعظم شهباز شریف د مې پر ۱۵مه له لندنه تر ستنېدو وروسته د خپل اېتلافي حکومت له ګوندونو سره د سلا مشورو لپاره یوه غونډه کوي چې پکې د پاکستانیو رسنیو په وینا، د هېواد د اقتصاد سمولو تر څنګ د انتخاباتو په اړه هم د بحث امکان دی.

خو په عین حال کې په اېتلافي حکومت کې شامل پیپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) تر انتخاباتو مخکې په انتخاباتي قانون کې پر اصلاحاتو ټینګار کوي.

نو په داسې حال کې ایا امکان شته چې حکومت تر ۲۰۲۳ز کال پورې د اسمبلیو د قانوني مودې پوره کولو پر ځای انتخابات اعلان کړي او که نه؟

په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی سلیم ساپی فکر کوي چې داسې ښايي ژر و نه شي. "زما خپل خيال دا دی چې لږترلږه تر ډېسېمبر مياشت پورې په پاکستان کې د الېکشن امکان نه شته. د دې څو وجوهات دي. يو دا چې د پاکستان الېکشن کمېشن شاوخوا يوه مياشت مخکې سپريم کورټ ته ويلي ول چې ورته د انتخاباتو د تياريو بشپړولو لپاره لږترلږه اووه مياشتې وخت بايد ورکړل شي. دويمه دا چې پيپلز ګوند وار له مخه په دې حق کې دی چې موجوده اسمبلۍ بايد خپله اييني موده پوره کړي. او درېیمه دا چې د تحريک انصاف مخالف ګوندونه په دې اند دي چې تر هغې چې د دوی په وينا، د عمران خان د درواغو بيانيې ته يې ماتې نه وې ورکړي، انتخاباتو ته تګ د دې ګوندونو په ګټه نه دي."

د ۲۰۲۲ز د اپرېل پر ۱۰مه په قامي اسمبلۍ کې د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحريک د کاميابېدو په نتيجه کې نوموړی د وزيراعظمۍ له څوکۍ ليرې شو.

لږترلږه تر ډېسېمبر مياشت پورې په پاکستان کې د الېکشن امکان نشته.
سلیم ساپی

نوموړی په خپلو جلسو کې پخواني اپوزيشن ګوندونه تورنوي چې له امريکا سره یې لاس يو کړ او د ده حکومت يې چپه کړ. دا هغه تور دی چې پخوانیو مخالفه ګوندونو او امریکا په بیا بیا رد کړی دی. عمران خان همداراز وايي چې د پخوانیو مخالفه ګوندونو مشرانو مالي درغلۍ کړي او بايد حساب کتاب ورسره وشي.

خو د هغو ګوندونو، په تېره، د مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند مخکښان وايي، د تحريک انصاف په حکومتي دوره کې یې پرضد د احتساب ادارې (نيب) له جوړو کېسونو بریالي ووتل چې د دې ثبوت دی چې درغلۍ یې نه دي کړي.

عمران خان په اپرېل کې له واکه تر ګوښه کېدو وروسته پر حکومت د انتخاباتو د نېټې اعلانولو ټینګار کوي - د اپرېل ۲۳مې انځور.
عمران خان په اپرېل کې له واکه تر ګوښه کېدو وروسته پر حکومت د انتخاباتو د نېټې اعلانولو ټینګار کوي - د اپرېل ۲۳مې انځور.

په پېښور کې خبريال او د چارو شنونکی محمود جان بابر وايي، د پاکستان ولس اوسمهال ګرانۍ ځپلی او حکومت ته يې سترګې دي چې تر هر څه مخکې يې له دې مسلې خلاص کړي. "که حکومت د پاکستان د معاشي ستونزو د حل لپاره فوري اقدامات و نه کړل نو ماهرين ګڼي چې ګراني به نوره هم سېوا او د خلکو له برداشته بهر شي. د الېکشن معامله دويم حيثيت لري. خو که الېکشن کله کېږي او بيا هم تر هغه زوړ قانون لاندې وي، نو همدا سياستوالان د ۲۰۱۸ز له انتخاباتو خوشاله نه ول او ګيلې يې کولې چې ادارو پکې لاسوهنه او خپل-پردی کړی دی. همدا وجه ده چې پيپلز ګوند تر انتخاباتو مخکې د انتخاباتي اصلاحاتو خبره کوي."

د انتخاباتو په اړه جلا دریځونه

د پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري د مې پر ۱۱مه په کراچۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل، د دې لپاره چې بيا يو"انتصاب شوی یا سېلېکټېډ" کس د پاکستان د وزيراعظمۍ څوکۍ ته و نه رسي، حکومت پلان لري چې تر انتخاباتو مخکې په انتخاباتي او د احتساب په قوانينو کې اصلاحات وکړي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان هم د مې پر ۱۲مه په کراچۍ کې له خبريالانو سره په خبرو کې د اصف علي زرداري د انتخاباتي اصلاحاتو د وړانديز هرکلی وکړ.

بلخوا د پاکستان مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې مريم نواز شريف د مې پر ۱۵مه د پنجاب په ګجرات کې يوې جلسې ته په وينا کې وويل چې د پاکستان د راتلونکو عامو انتخاباتو په اړه حتمي پرېکړه به د دې پلار او د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف کوي.

د عمران خان د جلسو هدف: انتخابات که بل څه؟

هلته پخواني وزيراعظم عمران خان د مې پر ۱۴مه د سيالکوټ په جلسه کې پر خپلو پلويانو غږ وکړ چې د روانې مياشت په پای کې د اسلام اباد پر لوري په لاریون کې پراخ ګډون وکړي او اوسنی حکومت ژر انتخاباتو ته اړ کړي.

خو په اسلام اباد کې خبريال سليم ساپی وايي، د عمران خان د جلسو او ويناګانو هدف پر حکومت نه بلکې پر پوځ فشار راوړل دي چې په انتخاباتو کې يو ځل بيا د ده ملاتړ وکړي. "اصلاً عمران خان غواړي چې تر حکومت زيات فشار پر پوځ يا اېسټيبلېشمنټ واچوي چې د هغه لپاره هم هغه کارونه وکړي چې په تېر الېکشن کې يې کړي ول. د عمران خان د جلسو زور ورځ تر بلې په کمېدو دی. اوس د هغه مخالف ګوندونه هم د جلسو تياريانې کوي او يقين لري چې د عمران خان فشار به ختم کړي. د عمران خان د فشار يو هدف دا هم دی چې د هغه او يا هم د ملګرو پرضد يې کېسونه جوړ نه شي. که هغه واقعي غوښتای چې نوي انتخابات دې وشي نو د فشار تر ټولو ښه لار دا وه چې د خيبر پښتونخوا اسمبلي يې ماته کړې وای او په قومي اسمبلۍ کې یې د خپل ګوند د غړو استعفاګانې له سپيکره منظورې کړې وای. خو نوموړی دا دواړه کارونه نه کوي."

د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ډان ورځپاڼې د مې ۱۶مې په اداريه کې راغلي، د وزيراعظم شهباز شريف اېتلافي حکومت د ۲۰۲۱ز د هغه انتخاباتي قانون ختمول غواړي چې د رایو اچولو برېښنايي مشینونو (الېکټرانېک ووټنګ مشينز) د کارونې او بهرمېشتو پاکستانیانو ته د انټرنېټ له لارې د رايو اچولو حق ورکوي.

خو اداريه زياتوي، په داسې حال کې چې د تحريک انصاف ۱۲۳ غړو له قامي اسمبلۍ استعفاګانې ورکړي، د دې قانون ختمولو لپاره د حکومتي ممکنه اقدام مشروعيت به تر پوښتنې لاندې راشي.

XS
SM
MD
LG