د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل حمله "د ۳ بریدګرو په وژنې او ۲ بهرنيو وګړو په زخمي کېدو" پای ته رسېدلې


 طالب وسله وال د برید ځای ته ورغونډ شوي دي
 طالب وسله وال د برید ځای ته ورغونډ شوي دي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې په کابل کې شوی برید د درو وسلوالو په وژنې سره پای ته رسېدلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر ليکلي چې د ډېسېمبر پر ۱۲مه په شهرنو کې د "بهرنيو وګړو" پر يو مېلمستون برید شوی وو. هغه ادعا کړې چې درېواړه حمله کوونکي یې وژلي او په برید کې بل څوک نه دي وژل شوي.

البته مجاهد زیاته کړې چې دوو بهرنيانو د ودانۍ له لوړ پوړه ځان غورځولی او زخمي شوي دي.

مجاهد د دغو بهرنيو وګړو د ملکونو يا نورې پېژندګلوۍ په اړه څه نه دې ويلي. رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچينو له خولې ويلي‌ چې په هغه مېلمستون کې چينايان او نور بهرنيان دېره دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ويلي خو په تېرو وختونو کې د ورته حملو مسووليت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

پر انټرنيټ د کابل ښاريانو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې له یوې لویې ودانۍ لوګي پورته کيږي.

د کابل ښار پر یوه هوټل برید شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بریدونه شوي دي چې پکې د طالبانو په ګډون سلګونه ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ډېسېمبر پر شپږمه په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې په چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي ول او ۱۳ ژوبل ول. د ډېسېمبر پر دویمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد کې يو ساتونکی ژوبل شوی وو. طالبانو ادعا کړې چې د بريد په تور يې د داعش ډلې یو مشکوک وسلوال نیولی دی. رویټرز اژانس وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ډېسېمبر پر څلورمه نیمه شپه پر پیغام استونکي اپلیکېشن ټېلېګرام په بیان کې دعوه وکړه چې دوو وسلوالو یې هغه مهال د پاکستان پر سفارت برید وکړ چې ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني د ودانۍ په انګړ (غولي) کې موجود وو.

تر دې مخکې د نومبر پر ۳۰مه هم د سمنګان د مرکز په یوه دیني مدرسه کې په چاودنه کې تر ۱۰ زیات زده کوونکي وژل شوي ول. د نومبر پر ۲۳مه په پلازمېنه کابل کې یو وسلوال په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید وکړ چې پکې پینځه کسان ووژل شول او یو ژوبل شو. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د کابل په کارته نو سیمه کې وسلوالو په ابوبکر صدیق جامع جومات کې برید کړی وو چې پکې د جومات خطیب او یو لمونځ کوونکی وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز تر برید وروسته د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې پراخې مظاهرې وشوې. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) د اکتوبر پر درېيمه وویل چې د پلازمېنې په لویدیځ کې پر "کاج ښوونیز مرکز" په برید کې ۴۳ کسان وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان له جومات سره نېږدې په چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او ۴۱ ژوبل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې. د سېپټېمبر پر ۲۱مه له یوه رېستوران سره نېږدې په چاودنه کې درې کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول. یوشمېر کسانو ویلي ول چې پېښه د ګیس سیلېنډر یا ډبې د چاودېدو له وجې شوې وه خو طالب چارواکو ویلي ول چې په اړه یې پلټنې کوي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر پینځمه په کابل کې د روسیې سفارت پر ودانۍ په ځانمرګي برید کې دوه روسي کارکوونکي او څلور افغانان وژل شوي ول. د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه. په ۲۰۲۰ز کال کې هم د کوثر دانش په نوم د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز په خونړي بريد کې لږترلږه ۲۴ زده کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل شوي ول.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې پرضد یې عملیاتو او اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په تېرو میاشتو کې یې د یوشمېر مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG