د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل دشت برچي کې په ځانمرګی برید کې د وژل شوو شمېر ۲۴ ته ورسېد


د شوي برید وروسته یو ټپي روغتون ته لېږدول کېږي.
د شوي برید وروسته یو ټپي روغتون ته لېږدول کېږي.

د کابل په دشت برچي په سیمه کې یو ښوونیز مرکز ته څېرمه په یوه کوڅه کې د شوي ځانمرګي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ او ټپیانو ۵۷ ته ورسېد.

تيره شپه د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، یو کس ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي و غوښتل یې د کوثر دانش په نوم یو ښونیز مرکز په نښه کړي.

ښاغلی ارین زیاتوي، د کوثر دانش مرکز ساتونکو بریدګر پېژندلی خو بریدګر ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې تر دا مهاله ۲۴ کسه وژل شوي او له ۵۷ زیات ټپیان دي

د بريد ذمه واري چا نه ده منلې او طالبانو هم په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې ترسره شوې چاودنه دوې پورې اړه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کابل لویدیځ دشت برچي سمیه کې ورته چاودنې شوې وې چې وروسته یې بیا مسئولیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG