په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې او چارواکو تر مینځ مذاکرات کامیاب شوي دي. د جرګې مشران او د شمالي وزیرستان چارواکي وايي چې د دوی ترمینځ ټولې ستونزې هوارې شوې دي او احتجاج کوونکو خپل پرلت پای ته رسولی دی. د شمالي وزیرستان د میرعلي په عیدکو کې د هدفي وژنو پر ضد د روان کال د جولای له ۱۷مې نېټې راهیسې اتمانزیو احتجاجي پرلت پیل کړې وو. ددې مذاکراتو بنیادي نکتې څه وې او ایا په دې سره به د سیمې امنیت ريښتیا پر ځای شي؟ نن پرې "د کرښې پر غاړه" خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی..
برخې
-
اکتوبر ۰۸, ۲۰۲۴
پي ټي اېم وايي پر بنديزونو سربېره به "د پښتنو قامي عدالت" جوړوي
-
سپټمبر ۱۰, ۲۰۲۴
د لکي مروت پولیس ولې په احتجاج دي؟
-
جولای ۲۴, ۲۰۲۴
د بنو پرلتوال وايي د امنیت تر ټینګښته احتجاج ته دوام ورکوي