د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


په شمالي وزیرستان کې پوځیان ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې پوځیان ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د دوه مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر ۲۱مه په بیان کې ویلي دي چې وسلوال یې په دته خېلو کې د عملیاتو پر مهال وژلي دي.

پوځ په بیان کې ویلي چې په هم هغه ورځ یې د بنو په ځونیخېلو (جانيخېلو) کې د عملیاتو پر مهال په نښته کې شپږ مشکوک وسلوال ووژل شول او پینځه نور یې ونیول.

په بیان کې راغلي دي چې هغو وسلوالو د اګست پر ۳۱مه په ځونيخېلو کې پر امنیتي ځواکونو هغه برید پلان کړی وو چې پکې نهه سرتېري ووژل شول.

بیان وايي، وژل شوي او ګرفتاره وسلوال پر ځواکونو په نورو حملو کې هم ککړ ول.

یو امنیتي چارواکی وايي چې د زیارت د ورځې په هغې نښته کې درې سرتېري هم ژوبل شوي دي.

تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې د پرونیو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د شمالي وزیرستان چارواکو ويلي دي چې د سېپټېمبر ۲۱مې په ماښام په میرلي کې وسلوالو له غره څخه څلور توغندي ورولي دي چې دوه یې په یو خالي میدان او دوه پر یو کور لګېدلي دي چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي چې ژوبل کسان یې د میرلي روغتون ته لېږدولي دي. د توغندیو برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د جانيخېلو اوسېدونکو د سېپټېمبر پر ۱۳مه د جرګې له لارې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې وه. د ځونیخېلو په اډه کې د جرګې ګډونوالو ویلي ول چې په سیمه کې یې ناامني زیاته شوې ده او دعوه یې وه چې امنیتي ځواکونه اکثر وخت د تګ راتګ لارې تړي.

تر دې وروسته د سیمې اوسېدونکو په بنو کې مظاهره وکړه او تور یې پورې کړ چې خلک په امنیتي پوستو ځورول کېږي.

XS
SM
MD
LG