د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیتي ځواکونو په ځونیخېلو کې د ۶ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


په ځونیخېلو کې په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ ضد مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په ځونیخېلو کې په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ ضد مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا د بنو په ځونیخېلو (جانيخېلو) کې د "هدفي عملیاتو" پر مهال د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

په بنو کې د امنیتي ځواکونو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې سرتېرو د سېپټېمبر ۲۱مې پر مازیګر په ځونیخېلو کې عملیات کول چې پر مهال یې په نښته کې شپږ مشکوک وسلوال ووژل شول.

د ده په خبره، په نښته کې درې سرتېري هم ژوبل شوي دي چې د بنو پوځي روغتون ته یې لېږدولي دي.

چارواکي په دې اړه نور معلومات ور نه کړل او دا یې هم روښانه نه کړه چې هغه مشکوک وسلوال د کومې ډلې غړي ول.

تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د جانيخېلو اوسېدونکو د سېپټېمبر پر ۱۳مه د جرګې له لارې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې وه. د ځونیخېلو په اډه کې د جرګې ګډونوالو ویلي ول چې په سیمه کې یې ناامني زیاته شوې ده او دعوه یې وه چې امنیتي ځواکونه اکثر وخت د تګ راتګ لارې تړي.

تر دې وروسته د سیمې اوسېدونکو په بنو کې مظاهره وکړه او تور یې پورې کړ چې خلک په امنیتي پوستو ځورول کېږي.

خو چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونه هلته د وسلوالو پرضد عملیات کوي نو خلک دې ورسره همکاري وکړي.

په ځونیخېلو کې له څه د پاسه دوو کلونو راهیسې امنیتي وضع خرابه ده چې پرضد په سیمه کې پراخې مظاهرې او پرلتونه شوي دي او په عین وخت کې پکې د پاکستان پوځ او پولیس د وسلوالو ډلو پرضد هدفي عملیات هم کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG