د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي شمالي وزیرستان کې په نښته کې ۱ سرتېری وژل شوی دی


د پاکستان پوځیان په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان پوځیان په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزيرستان کې یې له وسلوالو سره په نښته کې يو سرتېری وژل شوی دی.

د پوځ عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د سېپټېمبر پر ۲۳مه په میرلي کې د وسلوالو پرضد عملیات کول چې ورباندې برید وشو.

تحريک طالبان پاکستان د پېښې ذمه واري منلې او ادعا یې کړې چې د سېپټېمبر پر ۲۳مه یې په دوو حملو کې ۱۵ پاکستانیو پوځیانو ته مرګژوبله اړولې ده. مشال راډیو په خپلواکه ډول د هغې وسلوالې ډلې د دعوې تصدیق نه شي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۲۱مه د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

په همدې حال کې د شمالي وزیرستان چارواکو ويلي ول چې د سېپټېمبر ۲۱مې پر ماښام په میرلي کې وسلوالو له غره څخه څلور توغندي ورولي ول چې دوه یې پر یو خالي میدان او دوه پر یو کور ولګېدل چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي.

چارواکو ویلي ول چې ژوبل کسان یې د میرلي روغتون ته لېږدولي دي. د توغندیو د برید ذمه واري چا نه وه منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG