د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو پولیسو د ګوزڼ واکسیني ډلو امنیت ساتلو اعلان کړی دی


پېښور کې یو پولیس سرتېری د واکسیني ډلې د کارکوونکې امنیت لپاره ولاړ دی - پخوانی انځور.
پېښور کې یو پولیس سرتېری د واکسیني ډلې د کارکوونکې امنیت لپاره ولاړ دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د قبایلو د پولیسو کمېټۍ یو مخکښ غړی وايي چې د هغو ضلعو د پولیسو ډلې د ګوزڼ د واکسیني ډلو د امنیت نه ساتلو له پرېکړې په شا شوي دي او خپل پرېکون یې ختم کړی دی.

پولیس افسر مظهر اپرېدي د اګست پر ۱۰مه د خیبر پښتونخوا د پولیسو له مشر اختر حیات خان ګنډه پور سره تر لیدو وروسته مشال راډيو ته وویل چې هغه ته یې خپلې غوښتنې وړاندې کړې.

ده وویل چې د پولیسو مشر ورته د غوښتنو منلو ډاډ ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر دفتر لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کیمپېن ځنډېدل

دا په داسې حال کې ده چې د اګست له اوومې څخه د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د ګوزڼ مخنیوي څاڅکو کیمپېن پیل شو خو په خیبر او مومندو کې له دندې څخه د پولیسو تر پرېکون وروسته تر نامعلوم وخته وځنډېد.

د خیبر پښتونخوا پولیو مخنیوي ادارې مشال راډيو ته ویلي ول چې په کیمپېن کې یې څه د پاسه ۲۷ لکو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو هدف ټاکلی وو.

خو د هغې ادارې مرستیال مشر محمد ذيشان د اګست پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو د کاربندیز له وجې یې په مومندو او خیبر کې کیمپېن ځنډولی دی خو د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې روان وو.

د قبایلي سیمو د لېویز ځواک او پولیسو د کمېټۍ مشر جلال اپرېدي د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې حکومت یې غوښتنې نه پوره کوي نو ځکه سرتېرو له کور په کور ګرځېدونکو روغتیايي ډلو سره د امنیتي دندې له ترسره کولو انکار کړی دی.

په همدې حال کې د اګست پر شپږمه شپې مهال د خیبر ضلعي انتظامیې هم یو بیان خپور کړی وو چې پکې یې د پولیسو د کاربندیز له کبله د کیمپېن ځنډولو خبر ورکړی وو.

خو د قبایلي ضلعو د پولیسو د کمېټۍ مخکښ غړی مظهر اپرېدی زیاتوي چې هر کله د روغتیا اداره د ګوزڼ نوي واکسیني کیمپېن مهالوېش اعلان کړي نو د قبایلي ضلعو پولیس به کور په کور د ګرځېدونکو روغتیايي کارکوونکو امنیت ته تیار وي.

د قبایلي ضلعو د پولیسو غوښتنې

د مومندو د پولیسو د شکایت دفتر مشر جاوېد خان د اګست پر شپږمه مشال راډيو ته ویلي ول چې پینځه کاله مخکې چې حکومت په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډولو بهیر پیل کړ او د هغې ضلعې خاصه دار ځواک یې په پولیسو بدلاوه نو له چارواکو سره یې په دې موافقه کړې وه چې دوی ته به هغه مراعات ورکوي چې د پېښور یا پاکستان د نورو برخو پولیس یې لري.

د ده په خبره، صوبايي حکومت ورسره پر دې هم موافقه کړې وه چې د تقاعد پیسې به هم ورکوي، سرکاري وسله به لري او د نوکرۍ رتبې به یې لوړېږي.

جاوېد خان ویلي ول چې هغه غوښتنې یې لا نه دي پوره شوې او همدا وجه ده چې یوشمېر پولیسو په محرم کې هم د حکومتي ادارو کارکوونکو او د اهل تشیع ماتمي غونډو پر مهال له امنیتي دندې ترسره کولو انکار کړی وو.

ده زیاته کړې وه چې تر هغو چې یې غوښتنې نه وي پوره شوې، د واکسیني ډلو امنیت نه ساتي.

واکسیني کیمپېن

په خیبر پښتونخوا کې تازه کیمپېن پر داسې مهال روان دی چې سږ کال په بنو کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوي او تېر کال په شمالي وزیرستان کې ۱۷، په لکي مروت کې دوه او په جنوبي وزیرستان کې يوه پېښه ثبت شوې وه.

هلته د کوټې په ګډون د بلوچستان په ۳۵ ضلعو کې د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې د پولیو یا ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن روان دی چې پکې د چارواکو په خبره، تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۲۵ لکه ماشومانو ته د ناروغۍ ضد څاڅکي ورکول کېږي.

په وروستیو کې د پاکستان د روغتیا ملي ادارې وویل چې په پېښور کې یې د ناولو اوبو په نمونو کې د ګوزڼ ناروغۍ وایرس موندلی دی.

د روغتیا ملي ادارې په وینا، هغه وایرس په جېنیاتي یا جېنېټېک ډول په افغانستان کې په موجود وایرس پورې تړاو لري. اداره زیاتوي چې د ۲۰۲۳ز کال له جنورۍ راهیسې د ناپاکه اوبو په نمونو کې د پولیو وایرس موندل کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو مخنیوي ادارې مشر ډاکتر محمد عارف د جولای پر ۲۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې پېښور ته له افغانستانه د خلکو تګ راتګ زیات دی نو ځکه په اوبو کې وایرس موندل شوی دی.

د ده په خبره، د پولیو زیاتو واکسیني کیمپېنونو نه کېدو او یا په سم ډول نه ترسره کېدو له کبله په پاکستان او افغانستان کې لا هم د ناروغۍ وایرس موجود دی.

د پاکستان د عامې روغتیا وفاقي وزیر عبدالقادر پټېل په وروستیو کې ویلي ول چې په هغه هېواد او افغانستان کې د ګوزڼ ضد کیمپېنونه په همغږۍ ترسره کېږي او دواړه هېوادونه د ناروغۍ ختمولو هڅې کوي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالیو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان روغتيايي چارواکي وايي چې د اګست له پیله د هېواد په ۶۱ ضلعو کې د ګوزڼ واکسیني بهیر پیلوي چې پکې به تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۷۷ لکه ماشومان واکسینېږي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس او ناروغي موجوده ده.

XS
SM
MD
LG