د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولیسو کاربندیز له وجې مومندو او خیبر کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن ځنډېدلی


یو روغتیايي کارکوونکی پېښور کې یوې ماشومې ته واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
یو روغتیايي کارکوونکی پېښور کې یوې ماشومې ته واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په دوو قبایلي ضلعو کې یې تر هغې وروسته د ګوزڼ واکسیني کیمپېن ځنډولی دی چې هلته یوشمېر پولیسو د روغتیايي ډلو د امنیت ساتلو د دندې له ترسره کولو انکار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست له اوومې څخه په ۱۷ ضلعو کې د ګوزڼ مخنیوي څاڅکو کیمپېن پیل شو خو په دوو قبایلي ضلعو کې له دندې څخه د پولیسو تر پرېکون وروسته تر نامعلوم وخته وځنډېد.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا مشر خطیب پر میندو او پلرونو غږ کړی دی چې خپل بچي واکسین کړي.

د خیبر پښتونخوا پولیو مخنیوي ادارې مرستیال مشر محمد ذيشان د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته وويل چې په کیمپېن کې څه د پاسه ۲۷ لکو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي.

ذيشان زیاته کړه چې روغتیايي کارکوونکي د صوبې په اتو ضلعو کې په مکمله توګه او په نهو ضلعو کې په جزوي توګه تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان واکسینوي.

د کیمپېن ځنډېدل

د خیبر پښتونخوا پولیو مخنیوي ادارې مرستیال مشر محمد ذيشان د اګست پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو د کاربندیز له وجې یې په مومندو او خیبر کې کیمپېن ځنډولی دی خو د خیبر پښتونخوا په پاتې ۱۵ ضلعو کې روان دی.

د قبایلي سیمو د لېویز ځواک او پولیسو د کمېټۍ مشر جلال اپرېدي د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې حکومت یې غوښتنې نه پوره کوي نو ځکه سرتېرو له کور په کور ګرځېدونکو روغتیايي ډلو سره د امنیتي دندې له ترسره کولو انکار کړی دی.

په همدې حال کې د اګست پر شپږمه شپې مهال د خیبر ضلعي انتظامیې هم یو بیان خپور کړی چې پکې یې د پولیسو د کاربندیز له کبله د کیمپېن ځنډولو ویلي دي.

تر دې مخکې د مومندو د پولیسو د شکایت دفتر مشر جاوېد خان مشال راډيو ته ویلي ول چې پینځه کاله مخکې چې حکومت په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډولو بهیر پیل کړ او د هغې ضلعې خاصه دار ځواک یې په پولیسو بدلاوه نو له چارواکو سره یې په دې موافقه کړې وه چې دوی ته به هغه مراعات ورکوي چې د پېښور یا پاکستان د نورو برخو پولیس یې لري.

دی وايي، صوبايي حکومت ورسره پر دې هم موافقه کړې وه چې د تقاعد پیسې به هم ورکوي، سرکاري وسله به لري او د نوکرۍ رتبې به یې لوړېږي.

جاوېد خان وايي، هغه غوښتنې یې لا نه دي پوره شوې او همدا وجه ده چې یوشمېر پولیسو په محرم کې هم د حکومتي ادارو کارکوونکو او د اهل تشیع ماتمي غونډو پر مهال له امنیتي دندې ترسره کولو انکار کړی وو.

دی زیاتوي تر هغو چې یې غوښتنې نه وي پوره شوې، د واکسیني ډلو امنیت نه ساتي.

تر اوسه معلومه نه ده چې څومره پولیسو د واکسیني ډلو له امنیتي دندې انکار کړی دی.

خو د کوزه مومندو د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي دلفراز خان سرتېرو ته امر کړی دی چې له واکسیني ډلو سره وګرځي او خپله دنده دې ترسره کړي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د روغتیايي کارکوونکو او ماشومانو ژوند په خطر کې نه شي اچولای نو ځکه یې د تحصیل یکه غونډ پولیس د هغوی امنیت ساتلو لپاره لېږدولي دي.

واکسیني کیمپېن

په خیبر پښتونخوا کې تازه کیمپېن پر داسې مهال روان دی چې سږ کال په بنو کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوي او تېر کال په شمالي وزیرستان کې ۱۷، په لکي مروت کې دوه او په جنوبي وزیرستان کې يوه پېښه ثبت شوې وه.

هلته د کوټې په ګډون د بلوچستان په ۳۵ ضلعو کې د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې د پولیو یا ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن روان دی چې پکې د چارواکو په خبره، تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۲۵ لکه ماشومانو ته د ناروغۍ ضد څاڅکي ورکول کېږي.

په وروستیو کې د پاکستان د روغتیا ملي ادارې وویل چې په پېښور کې یې د ناولو اوبو په نمونو کې د ګوزڼ ناروغۍ وایرس موندلی دی.

د روغتیا ملي ادارې په وینا، هغه وایرس په جېنیاتي یا جېنېټېک ډول په افغانستان کې په موجود وایرس پورې تړاو لري. اداره زیاتوي چې د ۲۰۲۳ز کال له جنورۍ راهیسې د ناپاکه اوبو په نمونو کې د پولیو وایرس موندل کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو مخنیوي ادارې مشر ډاکتر محمد عارف د جولای پر ۲۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې پېښور ته له افغانستانه د خلکو تګ راتګ زیات دی نو ځکه په اوبو کې وایرس موندل شوی دی.

د ده په خبره، د پولیو زیاتو واکسیني کیمپېنونو نه کېدو او یا په سم ډول نه ترسره کېدو له کبله په پاکستان او افغانستان کې لا هم د ناروغۍ وایرس موجود دی.

د پاکستان د عامې روغتیا وفاقي وزیر عبدالقادر پټېل په وروستیو کې ویلي ول چې په هغه هېواد او افغانستان کې د ګوزڼ ضد کیمپېنونه په همغږۍ ترسره کېږي او دواړه هېوادونه د ناروغۍ ختمولو هڅې کوي.

د چارواکو هڅې

چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په دواړو هېوادونو کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو او پر روغتیايي ډلو بریدونو او په ناامنه سیمو کې په سمه توګه د واکسیني کیمپېنونو نه کېدو له کبله هم تر اوسه پاکستان او افغانستان د وایرس او ناروغۍ په ختمولو نه دي توانېدلي.

همدې ستونزو ته په کتو د پېښور انتظامي مشر شاه فهد وايي چې د اوسني واکسیني کیمپېن بریا لپاره یې د خیبر پښتونخوا له دیني عالمانو سره غونډه کړې ده.

نوموړي د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، ''داسې والدين شته چې د مختلفو وجوهاتو له امله خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو له ورکولو انکاري دي. موږ د دې لپاره [د دیني عالمانو] مرسته تر لاسه کړې، چې هغه انکاري والدین له مذهبي عالمانو واوري نو غلط فهمي به يې ختمه شي او ماشومانو ته به بیا څاڅکي ورکوي.''

د ګوزڼ وهلي ماشوم پلار ارمان کوي چې ولې یې له څاڅکو انکار وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:28 0:00

د مشر خطیب څرګندونې

د اګست پر څلورمه د خیبر پښتونخوا د مشر خطیب مولانا طیب قریشي په مشرۍ د دیني عالمانو یو پلاوي د پېښور ډېپټي کمېشنر په دفتر کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي ادارې او له ضلعي چارواکو سره ولیدل او پر خلکو یې غږ وکړ چې واکسین "شرعاً جایز" دي نو خپل ماشومان دې واکسین کړي.

مولانا قریشي د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې وار له مخه یې د صوبې د اوقاف په جوماتونو کې د پولیو څاڅکو پر ارزښت د جمعې خطبې پیل کړې دي. "دا ډېره نامناسبه خبره ده چې په دې [جدید دور] کې هم په پاکستان او افغانستان کې د پولیو وایرس خاتمه نه ده شوې. په دې اړه ډېرې غلط فهمۍ وې او د دې غلط فهمیو په خپرولو کې څه کردار د کلیو او بانډو د ملایانو هم وو. [ملا] خو په طب یا د صحت په شعبه نه پوهېږي خو بې له څه وجې به یې پروپیګنډې کولې. اوس ښه خبره دا ده چې موږ د [پولیو د مخنیوي د ادارې] پوره حمایت کوو."

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالیو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان روغتيايي چارواکي وايي چې د اګست له پیله د هېواد په ۶۱ ضلعو کې د ګوزڼ واکسیني بهیر پیلوي چې پکې به تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۷۷ لکه ماشومان واکسینېږي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس او ناروغي موجوده ده.

XS
SM
MD
LG