د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر کې په پاکستان او افغانستان کې د پولیو ختمولو په اړه غونډه کیږي


د پولیو له واکسیني ډلې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي ــ پخوانی انځور.
د پولیو له واکسیني ډلې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي ــ پخوانی انځور.

د قطر په مرکز دوحه کې په پاکستان او افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو له مینځه وړلو پر پروګرام مشورتي غونډه روانه ده.

د پولیو اړونده د تخنیکي مشورتي ډلې (ټاګ) هغه څلور ورځنۍ غونډه د جون پر لومړۍ نېټه پیل شوې وه او د جون پر څلورمه یې وروستۍ ورځ ده.

په غونډه کې شریک د افغانستان د پولیو پروګرام چارواکي سید کمال شاه مشال راډیو ته وویل چې تر غونډې وروسته د پولیو مشورتي ډله خپلې سپارښتنې افغانستان او پاکستان ته وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه ''په دواړو هېوادونو کې د پولیو له مینځه وړلو پروګرام به د هغو سپارښتنو په رڼا کې مخ ته لاړ شي.''

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو وایرس لا هم پکې موجود دی.

په پاکستان کې وخت به وخت د پولیو پر روغتیايي ډلو او د هغوی پر ساتونکو حملې هم شوې دي. د مې پر ۲۵مه د خیبر په تیرا کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې درې پولیس سرتېري ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې د مې پر ۱۹مه د بلوچستان د مستونګ ضلعې په سور کارېز کې وسلوالو د پولیو د واکسیني ډلې ساتونکی پولیس سرتېری وژلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG