د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو په بکا خېلو کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی


یو روغتیايي کارکوونکی په پاکستان کې ماشوم ته د پولیو څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
یو روغتیايي کارکوونکی په پاکستان کې ماشوم ته د پولیو څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا په بنو کې د پولیو يا ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده.

د پوليو مخنیوي پروګرام او په بنو کې د عامې روغتيا څانګې چارواکو د اګست پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل چې په بکاخیلو کې شاوخوا درې نيم کلن ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

د بنو د عامې روغتيا څانګې مرستیال مشر ډاکټر ظفر اقبال په وينا، دا سږ کال په هغه سيمه کې د پوليو دويمه پېښه ده.

نوموړي زياته کړه چې تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې یو بل داسې ماشوم ګوزڼ وهلی وو چې مور و پلار يې ورته د پوليو مخنيوي څاڅکو ورکولو څخه انکار کړی ول.

د چارواکو په وينا، په پاکستان کې په روان ۲۰۲۳ز کال کې تر دې دمه د پوليو دوه پېښې ثبت شوي چې دواړه د بنو په بکاخيلو کې دي.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ز کال کې په هغه هېواد کې ۲۰، په ۲۰۲۱ز کال کې یوه، او په ۲۰۲۰ز کال کې ۸۴ پېښې رپورټ شوي وې. پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس موجود دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG