د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې وسلوالو د ګوزڼ واکسیني ډلې ساتونکی پولیس وژلی دی


په پېښور کې یو پولیس سرتېری د پولیو واکسیني ډلې د امنیت لپاره ولاړ دی - پخوانی انځور.
په پېښور کې یو پولیس سرتېری د پولیو واکسیني ډلې د امنیت لپاره ولاړ دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلوالو د ګوزڼ واکسیني ډلې ساتونکی سرتېری وژلی دی.

د بنو د پولیسو یوه چارواکي محمد زمان خان مشال راډیو ته وویل چې پولیس سرتېري کامران د اګست پر نهمه پر میریان سړک د ګوزڼ څاڅکو ورکوونکې ډلې د امنیت دنده ترسره کوله چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې چې پکې هغه ژوبل شو.

د ده په خبره، نوموړي وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو محمد زمان خان زیاتوي چې پولیسو مقدمه دایره کړې ده او د پېښې پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست له اوومې راهیسې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د پولیو واکسیني کیمپېن روان دی.

په پاکستان کې وخت په وخت د پولیو د واکسیني ډلو پر ساتونکو بریدونه کېږي.

د اګست پر لومړۍ او دویمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې د واکسیني ډلو پر ساتونکو په دوو بریدونو کې درې پولیس ووژل شول.

تر دې مخکې، د مې پر ۳۱مه د شمالي وزيرستان په سپينوام کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې يو سرتېری وژل شوی وو.

د مې پر ۲۵مه د خیبر په تیرا کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې درې پولیس سرتېري ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې د مې پر ۱۹مه د بلوچستان د مستونګ ضلعې په سور کارېز کې وسلوالو د پولیو د واکسیني ډلې ساتونکی پولیس سرتېری وژلی وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس موجود دی.

XS
SM
MD
LG