د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د پولیو نوې پېښه ثبت شوې ده


په افغانستان کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.
په افغانستان کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.

چارواکي وایي د افغانستان د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې یو بل ماشوم پولیو (ګوزن) وهلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (یونېسېف) یو چارواکي له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې له دې سره په هغه هېواد کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر پینځه ته ورسېد.

دی وايي، تر دې مخکې یې څلور نورې پېښې هم په ننګرهار ولایت کې ثبت کړې دي.

د چارواکي په خبره، د طالبانو حکومت په ننګرهار او کندهار کې د پولیو واکسیني کیمپېن مخه نیولې ده.

چارواکي وویل، ټاکل شوې وه چې د جون پر ۱۲مه په ننګرهار کې د ګوزن ضد واکسینو کمپاین پیل کړي خو اجازه ور نه کړل شوه.

طالبانو لا د یونېسېف د چارواکي څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي او دا یې هم نه دي ویلي چې ولې یې په هغو دوو ولایتونو کې د واکسیني کیمپېن اجازه نه ده ورکړې.

تر دې مخکې، په ۲۰۲۲ز کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو وایرس موجود دی چې پکې شاوخوا هر کال ماشومان په ګوزڼ اخته کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG