د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان روغتیا اداره وايي د پېښور ناپاکه اوبو په نمونو کې یې د پولیو وایرس موندلی دی


یوه روغتیايي کارکوونکې په پېښور کې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
یوه روغتیايي کارکوونکې په پېښور کې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د روغتیا ملي اداره وايي چې په پېښور کې یې د ناولو اوبو په نمونو کې د ګوزڼ ناروغۍ وایرس موندلی دی.

د روغتیا ملي ادارې په وینا، هغه وایرس په جېنیاتي یا جېنېټېک ډول په افغانستان کې په موجود وایرس پورې تړاو لري. اداره زیاتوي چې د ۲۰۲۳ز کال له جنورۍ راهیسې د ناپاکه اوبو په نمونو کې د پولیو وایرس موندل کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو مخنیوي ادارې مشر ډاکتر محمد عارف د جولای پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې پېښور ته له افغانستانه د خلکو تګ راتګ زیات دی نو ځکه په اوبو کې وایرس موندل شوی دی.

د ده په خبره، د پولیو زیاتو واکسیني کیمپېنونو نه کېدو او یا په سم ډول نه ترسره کېدو له کبله په پاکستان او افغانستان کې لا هم د ناروغۍ وایرس موجود دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالیو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د عامې روغتیا وفاقي وزیر عبدالقادر پټېل ویلي دي چې په هغه هېواد او افغانستان کې د ګوزڼ ضد کیمپېنونه په همغږۍ ترسره کېږي او دواړه هېوادونه د ناروغۍ ختمولو هڅې کوي.

د پاکستان روغتيايي چارواکي وايي چې د اګست له پیله څخه د هېواد په ۶۱ ضلعو کې د ګوزڼ واکسیني بهیر پیلوي چې پکې به تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۷۷ لکه ماشومان واکسینېږي.

د دوی په خبره، په پېښور کې کیمپېن د اګست له اوومې څخه تر ۱۳مې پورې ترسره کېږي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس او ناروغي موجوده ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG