د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر وايي د تورخم لارې تړلو ورته لوی مالي زیان واړاوه


د تورخم لارې تړل کېدو له کبله دواړو لوریو ته ګڼ مال وړونکي ګاډي ولاړ دي - د سېپټېمبر ۱۱مې انځور.
د تورخم لارې تړل کېدو له کبله دواړو لوریو ته ګڼ مال وړونکي ګاډي ولاړ دي - د سېپټېمبر ۱۱مې انځور.

د پاکستان او افغانستان سوداګر وايي چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمینځ اختلافات د تورخم یا نورو لارو په تړلو نه شي هوارېدای بلکې له دې سره کاروباریان او ورسره تړلي کارکوونکي اغېزمنېږي.

سوداګر وايي، وار له مخه د تورخم لارې تړل کېدو ورته مالي زیانونه رسولي دي.

د تورخم لاره د سېپټېمبر پر شپږمه د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ تر ډزو وروسته وتړل شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه سهار مهال پرانیستل شوه.

د لارې تړل کېدو له وجې د لسګونو مال وړونکو ګاډو ترڅنګ زرګونه خلک هم بند پاتې ول چې پکې ناروغان هم شامل ول.

په تېره څه باندې یوه اوونۍ کې د لارې په موضوع د پاکستان د پوځي چارواکو او طالب مشرانو ترمینځ دوه ځلې پر صفري نقطه کې خبرې شوي خو څه نتیجه یې ور نه کړه.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنعتي خونو پخوانی مشر دارو خان اڅکزی وايي چې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمینځ د لانجو له کبله اکثر د تورخم لاره تړل کېږي.

دارو خان اڅکزي د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، دواړه هېوادونه د یو بل لپاره د تجارت تر ټولو ښه بازارونه دي خو حکومتونه یې دې خبرې ته په سنجیدګۍ پام نه کوي. "اصل مسله دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمینځ تاوتریخوالی راشي نو زور یې په تجارت باسي. موږ تجاران دا غوښتنه کوو چې باید سیاسي لانجې د تجارت په لار کې خنډونه وا نه چوي. په یو وخت کې د پاکستان د سوداګرۍ تر ټولو ښه شراکتدار افغانستان وو. "

د دارو خان اڅکزي په وینا، په تېرو وختونو کې د کابل او اسلام اباد ترمینځ د سوداګرۍ ازادولو یو لړ معاهدې هم شوې دي خو پر هغې سربېره هم د تورخم لاره وخت په وخت تړل کېږي.

د تورخم لارې بندېدو له وجې د یوې لارۍ موټروان د خپل موټر سیوري ته خوب کوی - د سېپټېمبر ۱۱مې انځور
د تورخم لارې بندېدو له وجې د یوې لارۍ موټروان د خپل موټر سیوري ته خوب کوی - د سېپټېمبر ۱۱مې انځور

په تورخم کې د ګمرک یا کسټم یو چارواکی واحد شینواری وايي چې هلته له تجارت سره د دواړو خواوو ولسونو ورځنی ژوند تړلی دی او د لارې بندېدو له وجې د ګڼو خلکو په لکونو روپیو تاوان شوی دی. " په یو ګاډي کې شاوخوا د ۲۰ یا ۲۵ لکو روپیو پورې سامان وي او بیا له یو ګاډي سره د درې یا څلور تنه په روزګار وي. بیا په منډیانو او بازارونو کې هم په زرګونه کسان په روزګار وي. پرون ما ته یو سوداګر وویل چې د تېرو درو څلورو کلونو ټول محنت یې د لارې بندېدو په وجه په یو ورځ کې ختم شو."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو مشر خان جان الکوزی وايي، د پولې تر تړل کېدو مخکې به هره ورځ پر تورخم له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې مال وړونکو ګاډو تګ راتګ کاوه.

هغه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستان چارواکي باید ژرترژره لاره پرانیزي. "د لارې د بندېدو له وجې دواړو هېوادونو ته زیان رسېږي. په اوسط ډول ۳۰۰ پاکستاني کانټینرونه چې پکې به د ټرانزېټ مالونه بار ول، افغانستان ته تلل. دا وخت په پاکستان کې د کېلو او لیمو موسم دی او په افغانستان کې د مېوو او سبزیو وخت دی خو کانټېنرې ولاړې دي."

د خان جان الکوزي په وینا، په تېره څه باندې یوه اوونۍ کې دواړو خواوو ته د شاوخوا دوو مېلیونو امریکايي ډالرو نقصان شوی دی.

په تورخم کې تر دې مخکې هم د دواړو خواوو د سرتېرو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې شوې دي چې له کبله یې د خلکو تګ راتګ او دوه اړخیزه سوداګري ځنډېدلې ده.

د اګست پر پینځمه د پاکستان اېف سي ځواک او د طالبانو د سرتېرو ترمینځ تر شخړې وروسته د تورخم دروازه تر څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه. په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو پر سر هم څو څو وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې ده.

XS
SM
MD
LG