د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم له لانجې پس دواړو غاړو ته لاره بند، ګڼ خلک ایسار


پر تورخم له لانجې پس دواړو غاړو ته لاره بند، ګڼ خلک ایسار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

پر تورخم دواړو غاړو ته ګڼ وګړي ایسار دي

د تورخم پولیټیکل چارواکي وایي چې تیر ماښام د پاکستانیو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځه د خاردار تار لګولو او تعمیراتي کار له وجې غالمغال رامنځ ته شو چې له امله یې د تورخم دروازه دواړو غاړو ته د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه.

چارواکي وایي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر ډیورنډ کرښه خاردار تار لګولو چې افغان امنیتي ځواکونو د نه پرېښودو لو په نتیجه کې د لارې تړل کېدو له کبله دواړو غاړو ته زرګونه خلک ایسار دي.

په دې موقع د پاکستان د ملیشا ځواک خیبر رایفلز مشر کرنل حفیظ طارق،د لواړګي اسسټنټ پولیټیکل ایجنټ رحیم الله محسود او د افغانستان له اړخه د سرحدي پولیسو مشر زبیح الله شینواري ترمنځه په دې لانجه مزاکرات وشول خو څه نتیجه یې ورنکړه.

تر شپې ناوخته پورې د تورخم دروازه تړل شوې وه،او زیاتره افغان وګړو په تورخم او لواړګي بازار کې په جوماتونو او د مارکیټونو پر فرش باندې او بیا ځینې کسانو پر ډاګ شپه سبا کړه، له ډېر مشکل سره مخامخ ول او ګڼوخلکو ته په بازارونو کې خوراک هم نه ترلاسه کېدلو.

په دې کې ماشومان میرمنې او ناروغه کسان هم شامل دي.

نن هم د د تورخم دروازه تړل شوې ده، او د پولې دواړو غاړو ته په زرګونه خلک یی د خلاصیدو په انتظار دي،

او په تورخم کې د سبزیو ،مېوو، او داسې نورو خوارکي توکیو ډک ګاډي هم ولاړ دي او د دغو توکو د خرابېدو اندېښنه هم څرګندېږي،

د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي چې تر هغې به د تورخم دروزازه نه خلاصوي چې تر څو ورته افغان چارواکو پهتعمیراتي کار کې د خنډ نه اچولو باور نه وي ورکړی خوافغان چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG