د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د تورخم لارې تړلو ضد مظاهره شوې ده


پېښور کې د تورخم لارې تړلو ضد مظاهره شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

د "خپلواک پښتونستان غورځنګ" په نوم د یو ناحکومتي تحریک مشرانو او غړو په پېښور کې د تورخم لارې تړل کېدو ضد مظاهره کړې ده. د سېپټېمبر ۱۳مې مظاهرې ویناوالو وویل چې د هغې لارې له تړلو سره د پاکستان او افغانستان پښتانه ځپل کېږي او ورته اقتصادي او مالي تاوان اوړي. د تورخم لاره د سېپټېمبر پر شپږمه د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ له نښتې راهیسې تړلې ده. د پاکستان او د طالبانو حکومت د لارې بیا پرانیستو په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG