د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم دروازه د مال وړونکو ګاډو پرمخ تړل شوې ده


د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر میاشت کې هم تورخم دروازه تر یوې اوونۍ څخه د زیات وخت لپاره تړل شوې وه ـ پخوانی انځور
د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر میاشت کې هم تورخم دروازه تر یوې اوونۍ څخه د زیات وخت لپاره تړل شوې وه ـ پخوانی انځور

پاکستاني چارواکي وایي د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم لاره یو ځل بيا د مال وړونکو ګاډو پر مخ تړل شوې ده.

په تورخم کې یوه انتظامي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط د ډیسېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې افغان طالبانو دروازه د شپې ناوخته تر هغې وروسته وتړله چې د پاکستان له خوا په صفري نکته کې د لوحې (ساین بورډ) لګولو کار روان وو.

هغه وویل لوحه په انګرېزي، اردو او روسي ژبو ليکل شوې وه چې پر يوه خوا يې پاکستان ته د "ښه راغلاست" او بله خوا يې د "خدای په امانۍ" ټکي ليکل شوي ول.

بل خوا د ډېسېمبر پر شپږمه، د تورخم هغې غاړې ته د طالبانو په حکومت کې د کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب له قوله په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه ناوخته پاکستان غوښتل د لوحې نصبولو په پلمه د تورخم دروازې په شاوخوا ۵۰ مېټرۍ کې بله دروازه جوړه کړي، چې دوی یې مخه ونیوله، خو پاکستاني لوري د تجارت پرمخ دروازه وتړله.


يعقوب زياته کړه، چې له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته چمتو دى، چې د خبرو له لارې ستونزه هواره کړي.

په تورخم کې د ډېسېمبر پر پينځمه ناوخته، د پاکستان له خوا لګول شوې لوحه، چې د جنجال لامل شوه.
په تورخم کې د ډېسېمبر پر پينځمه ناوخته، د پاکستان له خوا لګول شوې لوحه، چې د جنجال لامل شوه.

د تورخم دروازې تړل کېدو له وجې دواړو غاړو ته د سوداګریز مالونو وړل بند شوي دي خو د خلکو تګ راتګ دوام لري.

د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې نن (د ډېسېمبر پر شپږمه) دواړه خواوې غونډه کوي او هڅه کوي چې تر خبرو اترو وروسته دروازه بېرته خلاصه شي.

تر دې وړاندې د پاکستان وفاقي حکومت د نومبر پر ۲۱مه پر تورخم د هغو ډرېورانو لارۍ درولې وې چې د هغه هېواد ویزه یې نه لرله چې له کبله یې دواړو خواوو ته سلګونه ګاډي درېدلي ول.

دا راز د سېپټېمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه تر څه باندې یوه اوونۍ وروسته له هغې تړل شوې وه چې افغان طالبانو د پاکستان امنیتي ځواکونه هلته له یوې پوستې جوړولو څخه منع کړل. هغه مهال دواړو غاړو پر یو بل ډزې کړې وې چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کاوه.

د تورخم دروازه د ډېسېمبر پر شپږمه په داسې حال کې تړل شوې چې له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو ستنېدل دوام لري او د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې افغانستان ته تر ۴۰۰،۰۰۰ زيات افغانان ستانه شوي دي.

افغانستان ته کډوال له بېلا بېلو لارو ستنېږي خو زیات هغه یې د تورخم له لارې افغانستان ته اوړي.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

دا لار د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

د روان ۲۰۲۳ز کال د اګست پر پینځمه د پاکستان سرحدي ځواک او د طالبانو د سرتېرو ترمینځ تر شخړې وروسته د تورخم دروازه تر څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه. د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو پر سر هم څو څو وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې ده.

XS
SM
MD
LG