د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې د وېزو نه لرونکو ډرايورانو مال وړونکو ګاډو ته اجازه ورکړل شوي


تورخم ته تلونکي تجارتي ګاډي - انځور له ارشیفه
تورخم ته تلونکي تجارتي ګاډي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا چارواکي وایي پر تورخم لاره یې د هغو مال وړونکیو ګاډو په تګ راتګ بندیز لیرې کړی چې ډرایوران یې پاسپورټ او وېزه نه لري.

د نومبر پر ۲۱مه پر تورخم کې د کسټم یو چارواکي نجیب ارجمند مشال رېډیو ته وويل چې په دغه ورځ یې یې هغه ټرکونه ودرولي وو چې ډرايورانو سره یې ویزه او پاسپورټ نه وو. د نوموړي په خبره مازيګر ناوخته بیا دا فیصه وشوه چې دغه ګاډي دې پرېښوول شي.

نوموړي دا ونه ويل چې دا انتظام يوازې د نن ورځې لپاره دی او که د پاکستان په پرېکړه کې بدلون راغلی. تر دې مخکې ارجمند مشال راډيو ته ويلي وو چې وېزې او پاسپورټ نه لرونکو ډرايورانو ته اجازه نشته چې پر دغه لاره مال وړونکي ګاډي پاکستان ته واړوي. نوموړی زیاته کړې وه چې د پاکستان د امنیتي او حکومتي ادارو لخوا افغان ډرایورانو ته بغېر له پاسپورټ او وېزې پاکستان ته د اوښتو مهلت نن د نومبر پر ۲۱مه ختم شوی دی.

د پاکستان نګران حکومت ويلي چې ډرایورانو لپاره یې هم افغانستان ته د ورتګ پر مهال د هغه هېواد د وېزې شرط ایښی دی. تر دې وړاندې له ټرانزیټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستاني سوداګرو او ډریورانو بې له ویزې پرته د يو بل هېواد ته د تللو اجازه لرله. دوی به خپل شناختي کارډونه او تذکرې کارولې.

خو د پاکستان نګران حکومت د اکتوبر په میاشت کې فيصله وکړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ به د دواړو خواوود خلکو لپاره سفر په پاسپورټ او ويزه وي. حکومت همداراز اعلان وکړ چې د دې فیصلې د عملي کولو لپاره به د ضرورت له مخې د پولیسو واکونه هم کاروي.

د نومبر پر ۲۱مه، د دغه فیصلې عملي کېدو وروسته پر تورخم لاره دواړو خواو ته د مالونو ډک په لسګونه ګاډي ایسار پاتې وو. تر دې مخکې د دغسي محدودیتونو د راپورونو په وخت د پاکستان او افغانستان د تجارت شريکې خونې يا چيمبر اف کامرس غړيو ويلي وو چې دا کار به د دواړو هېوادونو ترمنځ خراب شوي تجارت ته لا نور زیان ورسوي.

خو د پاکستان نګران حکومت خپله پرېکړه نه ده بدله کړې. د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه ګټې لارې د تجادت او تګ راتګ لپاره شته دی. خو په دوی کې تورخم، چمن، انګور اډه او غلام خان په ترتیب سره تر ټولو لویې دي. هره ورځ پر دغو لارو په زرګونو مال وړونکي ګاډي تلل راتلل خو اوس د ویزو د شرط سختېدو له وجې یې شمير کم شوی دی.

په تورخم کې د ویزو او‌پاسپورټ لازمي کېدل په داسې وخت کې عملي‌کيږي چې په چمن کې له يوې میاشتې راهیسې ځايي‌کاروباریان د دغو اسنادو د لرلو د شرط پر ضد په احتجاج دي. دوی وايي هره ورځ څو ځل د افغانستان خوا ته اوړي نو نه شي کولی چې هر ځل ویزه او ټاپې ولګوي نو ځکه بايد د ویزو او پاسپورټ شرط ختم شي.

په همدې حال کې د انګور اډې خلکو هم له تېرو ۹ ورځو راهیسې خپل احتجاج روان ساتلی دی. دوی د ځينو نورو غوښتنو تر څنګ افغانستان ته بې له وېزې تګ او د سوداګرۍ اسانول غواړي. خو د پاکستان نګران حکومت د کورنيوو چارو وزیر سرفراز بګټي تېره اونۍ په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د دوو هېوادونو ترمنځ سفر باید په وېزه وي او په دې کې کومه غیرعادي خبره نشته.

XS
SM
MD
LG