د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکي وايي د تورخم له لارې ۱۷۸,۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته اوښتي


افغانستان ته تلونکي کډوال او ګاډي تورخم دروازې ته نېږدې ولاړ دي ـ د اکتوبر ۳۰مې انځور.
افغانستان ته تلونکي کډوال او ګاډي تورخم دروازې ته نېږدې ولاړ دي ـ د اکتوبر ۳۰مې انځور.

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ویستلو بهير د نومبر په څلورمه هم روان دی او ګڼې کورنۍ د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

د تورخم یوه انتظامي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د نومبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل د نومبر پر دریمه د شپې تر ۱۱ بجو ۱۳,۲۰۰ افغانان خپل وطن ته ستانه شول.

په داسې حال کې چې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې د بې اسناده افغانانو له پاکستانه د ویستلو بهیر روان دی، تر اوسه افغانستان ته یوازې په تورخم دروازه د ستنو شویو افغان کډوالو شمیره ۱۷۸,۰۰۰ ته رسیدلې ده او دغه شمېره مخ په زیاتېدو ده.

د نومبر له دوهمې نېټې راهیسې ځيني افغان کډوال لنډي کوتل کیمپ ته لېږدول کېږي او ځیني بیا نېغ په نېغه تورخم ته استول کیږي.

د مشال راډيو خبریال وايي اوسمهال د خیبر درې په لار د تیرو ورځو په څېر زیات بیروبار په نظر نه راځي او په کډو بار د ګاډو شمیره کمه شوې ده.

دغه کډوال د کراچۍ، لاهور، ګوجرانواله، سیالکوټ، صوابۍ او د پاکستان له نورو برخو لومړی پېښور او بیا لنډي کوتل ته رسیږي او له هغه ځایه په تورخم دروازه افغانستان ته اوړي.

د خيبر پښتونخوا حکومت وياند بيرسټر فيروز جمال کاکاخېل ويلي چې صوبايي کابينې د بې اسناده افغان کډوالو لپاره د يو ارب (بېليون) روپيو منظوري ورکړې ده چې دا به د کډوالو پر ستنېدو او د هغوی لپاره پر اسانتياوو لګوي.

نوموړي د نومبر پر درېيمه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د پښتنو کلتور ته په کتو به د ستنېدو پر مهال له کډوالو ښځو نه عکس اخيستل کېږي او نه به هم د هغوی د ګوتو نښې ورڅخه اخيستل کېږي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د شورا مشر سیداغا د نومبر په څلورمه مشال راډیو ته وویل، د هغوی له ډېرو شکایتونو وروسته د نومبر له درېیمې راهیسې د کډوالو په واپسۍ کې ځیني سهولتونه ورکړل شوي دی. نوموړی وايي، دم ګړۍ ته حکومت ماشومان او مېرمنې له بایومیټرک پروسې نه مستثنا ګرځولي چې ورسره بیروبار یو څه کم شوی. نوموړي زیاته کړه چې دا کافي نه دي او حکومت له پکار دي چې ستنېدونکو کډوالو ته نور سهولتونه هم ورکړي.

د پاکستان وفاقي حکومت نارجسټره افغان کډوالو ته د اکتوبر تر ۳۱ نیټې مهلت ورکړې وو کوم چې ختم شوی او اوس په دویمه مرحله کې بې اسناده کډوال نیسي او واپس یې لېږي.

د پېښور ایس ایس پي اپریشنز کاشف افتاب عباسي د نومبر پر درېیمه په یوه اعلامیه کې وویل چې کوم افغان وګړي پي او ار کارډ او یا هم افغان سیټزن کارډ ولري نو هغوی په پاکستان کې رجسټر کډوال دي او پکار ده پولیس یې د تنګولو او نیولو نه ډډه وکړي.

دا تر هغې وروسته ده چې له پاکستانه د بې اسناده بهرنیو وګړو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، د وتلو نېټه د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته رسېدلې ده او چارواکو یې په زور د ستنولو بهیر پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په امر د نومبر پر دويمه د کوټې په ګډون د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې مظاهرې وشوې.

پولیسو کراچۍ کې سلګونه افغانان نیولي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

تر دې مخکې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم ویلي ول چې د افغانانو په زور لېږدول "بشري ناورین" زېږولای شي.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر ۳۱مه په ویډیويي بیان کې وویل چې د نومبر له پیله څخه د بې اسناده بهرنیانو پرضد قانوني کاروايي پیلوي.

اخوا د ملګرو ملتونو ادارو د اکتوبر پر ۲۷مه وویل چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د تګ بهیر خورا ګړندی شوی دی.

هغو ادارو پر اسلام اباد ټینګار کړی دی چې د "بشري حقونو د ناورین" تر زېږېدو مخکې دې له خپلې پرېکړې په شا شي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د بښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند، پښتون ملي عوامي ګوند چې مشري یې خوشال کاکړ کوي، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG