د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیلانیان اوس د خیبر دره لیدل غواړي


د خیبر درې سیل ځایونه تر اوسه د سیلانیانو له سترګو بټ وو، خو اوس خلک هلته په زیات شمېر کې روان دي.
د خیبر درې سیل ځایونه تر اوسه د سیلانیانو له سترګو بټ وو، خو اوس خلک هلته په زیات شمېر کې روان دي.

خیبر تاریخي دره ده او له پخوا راهېسې د منځني اسیا او د هند ترمنځ د قافلو او کاروانونو د تېرېدو لاره پاتې شوې ده.

په هند کې د خپلې واکمنۍ پر مهال انګریزانو تر لنډي کوتله پورې د اورګاډي پاټلۍ هم جوړه کړې وه. اوس نه د هند پخواني باچاهان شته او نه هم له برتانیې راغلي انګریزان خو دا دره د خپل تاریخي اهمیت له پلوه اوس هم د سیلانیانو لپاره زړه راښکونکې ده.

په ۲۰۱۸ کال کې د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې تر ګډېدو وروسته، د پاکستان د ښاري سیمو د سیلانیانو پام د خیبر درې د ښایستونو پلو راګرځولی دی. دا چې د کورونا ټولبند او وېرې خلک په ښارونو کې تنګ کړي دي نو زیات شمېر کسان د سیل لپاره د خیبر ضلعې بیلا بېلو سیمو ته مخه کوي.

خیبریان وايي، هلته ورغلي سیلانیانو د سیمې د ښایست په لیدو خوشالېږي.
خیبریان وايي، هلته ورغلي سیلانیانو د سیمې د ښایست په لیدو خوشالېږي.

ثاقب اپریدی یو ځايي ویلاګر دی چې پر فیس بک او یوټیوب د خیبر د حسن نندارې خلکو ته وړاندې کوي. نوموړي مشال راډیو ته د خیبر د هغو سیمو یادونه وکړه چې خلک یې د لیدو لپاره هلته ورځي او له نږدې یې ګوري:

"باب خیبر ته خلک راځي، دغه شانې لږ مخکې چې لاړې علي مسجد شو، همدا رنګې کټه کشته علاقه ده، هلته د غر اوبه سیمه ده او شلمان پلو ته ځایونه دي لکه لکی سر شو، تاتره شوه، دې ځایونو ته خلک راځي. دغه شانې په باړه تحصیل کې یو شمېر ځایونه دي، لکه د باړې سره نږدې سپېره ډیم علاقه ده، دلته یو بند دی، دغه شانې،لږ مخکې چې لاړ شې، شین کمر دی، شین کمر نه چې واوړې د غیبي نیکه سیمه ده، ښکلی ځای دی او بیا تیرا مخ ته چې ځې نو نری بابا شو، دغه شانې ترخو کڅ علاقه ده. بیا تیرا کې یو شمېر ځایونه دي چې په لیدو ارزي چې پکې برګیتال ډنډ، او ځیني نور ځایونه دي چې د سېلګرۍ لپاره ډېر موزون ځایونه دي او نن سبا دېر زیات خلک ورته رادرومي."

د سیلانیانو بهیر د خیبر درې سیلونه کوي
د سیلانیانو بهیر د خیبر درې سیلونه کوي

ثاقب اپریدي د تورخم پر لار د علي مسجد د غر اوبو او د باړې د تیرا سیمو یادونه وکړه چې هلته خلک د سیل لپاره ځي. په دواړو ځایونو کې یو شمېر هوټلونه او رستورانتونه هم د مېلمنو لپاره جوړ شوي دي. په علي مسجد کې د خیبر هیلز په نوم د رستورانت مسوول جعفر مشال راډیو ته وویل چې د ګرمۍ په موسم کې زیات شمېر مېلمانه ورتلل او اوس په ژمي کې هم دا لړۍ روانه ده:

"زموږ هوټل د علي مسجد غر اوبو کې دی، د خیبر هېلز په نوم. دا تاریخی ځای دی، د دې ځای اوبه د فلټر کېدو وروسته ښاري سیمو ته د مینرل واټر په شکل کې په بوتلونو کې وړل کېږي. سیلانیان ډېر راځي، دومره ډېر چې په ګرمۍ کې ځای نه کېږي په اوبو کې. هر ځای نه خلک راځي، پېښور نه، چارسدې نه، مردان نه، پنجاب صوبې نه خلک راځي او اوس هم خلک راځي، دلته چکر وهي، ورځ تېره کړي او بیا واپس ځي."

نوموړی وايي، د هغوی په هوټل کې د خیبر روایتي خواړه پخېږي چې سیلانیان یې ډېر خوښوي، هغه په خانګړي ډول د کړايي، سیخ، پټې تیکې او وریت شویو کبانو ذکر وکړ.

د خیبر ضلعې ځیني سیمې د قدرتي ښایست نه مالامالې دي
د خیبر ضلعې ځیني سیمې د قدرتي ښایست نه مالامالې دي

علي مسجد د پېښور سره نږدې پرته سیمه ده نو خلک له سیل نه پس واپس پېښور ته ځانونه رسولی شي خو د باړې د تیرا سیمې سیل ځایونو ته که خلک ځي نو هغوی اړکېږي چې هلته شپه وکړي. هلته د تیراه ویلي په نوم یو هوټل جوړ شوی چې مالک یې ارشد افریدي مشال راډیو ته وویل، هغوی مېلمنو ته د اوسیدو لپاره هم انتظام کړی دی:

"زموږ په هوټل کې د شپې تیرولو انتظام شوی، دلته ۱۸ کمرې (خونې) دي، په هره کمره کې اټیچ بات روم او یخې او ګرمې اوبه هم شته. دغه شان موږ هوټل هم لرو چې پکې قسم قسم خوراکونه جوړوو."

دا راپور په غږیزه بڼه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ارشد افریدی وايي، د هغوی په هوټل کې د فامیلونو د هستوګنې بندوبست هم شوی. هغه وايي د کمرو کرایې ډېرې مناسبې دي، د نوموړي په وینا له ۸۰۰ نیولې تر ۱۵۰۰ روپو پورې د یوې شپې پیسې هغوی د سیلانیانو نه اخلي.

په علي مسجد او تیرا کې د هوټلونو مالکانو مشال راډیو ته ویل، د سیمې انتظامیه ورسره د امنیت په ساتلو کې مرسته کوي او سیلانیان په ډاډه زړه هلته ورتلی شي او د سیمې د ښایستونو او تاریخي ځایونو ننداره کولی شي.

په خیبر ضلع کې افریدي، شینواري او ملاګوري ژوند کوي. په دغه سیمه کې د پښتو ژبې نامتو شاعران هم تیر شوي. امید افریدی یو ځايي شاعر دی، هغه مشال راډیو ته وویل، سیلانیان د نورو سیمو ترڅنګ د شاعرانو مقبرو ته هم ورځي او د دعا لاسونه پورته کوي:

"د خیبر دره خو په هره حواله یوه تاریخي دره ده، لکه څنګه چې د ژوند په نورو اړخونو باندې ښېرازه ده، همدغسې ادبي شخصیتونه او لوی لوی شاعران پکې تېر شوي دي چې په هغو کې ترټولو غټ نوم د امیر حمزه خان شینواري دی، بیا لعل زاده ناظر شینواری دی، د مراد شینواري مزار دغلته دی، دغسې خاطر اپریدی دی، ساحر اپریدی دی، خیبر اپریدی دی، د هغو مزارونو ته خلک د دعا او سلام لپاره راځي. د هغوی لکونه مینان دي، ځکه چې دغو شخصیتونو د پښتو ژبې لپاره ستر خدمتونه کړي دي."

کله چې یوې سیمې ته سیلانیان ورځي نو ورسره د هغې سیمې اقتصادي وضعیت هم ښه کېږي. وي لاګر ثاقب اپریدی وايي، په دې کې شک نشته چې د سیلانیانو هلته ورتګ د سیمې د خلکو اقتصاد ښه کړی دی:

"زه تیراه ته لاړم، هلته یو کس خوراکي توکي خرڅول، هغه راته ویل چې اول به یې د ۱۰۰۰ یا ۲۰۰۰ روپو سودا کېده خو په موجوده وخت کې، کله چې سیلانیانو دې سیمې ته مخه کړې ده نو هغه وايي، اوس هره ورځ تقریبا د ۲۰ زرو روپو سودا خرڅوي. دلته خلک نوي نوي کاروبارونه شروع کوي، په تیراه غوندې ځای کې دوه درې هوټلې جوړې شوي، په هره لاره یو یا دوه پټرول پمپونه دي، دا هرڅه ځکه شوي چې د خلکو په اقتصاد کې مثبته تبدیلي راغلې ده."

باب خیبر یا د خیبر دروازه هم د سیمې پېژندګلوي کوي
باب خیبر یا د خیبر دروازه هم د سیمې پېژندګلوي کوي

له خیبره د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي شفیق شېر اپریدي مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې امنیت ټینګ دی او خلک په ډاډه زړه هلته ورتلی شي. نوموړي د صوبايي حکومت نه هم مننه وکړه چې د هغه په وینا د سیاحت لوري ته یې زیات پام کړی دی.

"زموږ کوشش هم دا دی چې د سیمې د ښایست د لیدو لپاره سیلانیان راوغواړو، ما پر دې موضوع د وزیر اعلی صیب سره هم خبرې کړې دي، د هغوی ځواب ډېر مثبت و، نو انشاالله تعالی په دې سیمې کې د سیلګرۍ لپاره لارې پرانېستل کېږي."

شفیق شېر اپریدی زیاتوي چې د پاکستان په نورو سیمو کې چې د کورونا له وجې ټولبند و، خلک د سیل او ساعت تېرۍ لپاره خیبر ته تلل.

هلته د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د مواصلاتو وفاقي وزیر مراد سعید د اکتوبر پر ۲۲مه، په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، اوس پاکستان د تروریزم یا ترهګرۍ نه د ټوریزم یا سیلګرۍ په لوري روان دی او د هغه په وینا بهرني سیلانیان هم د پاکستان مختلفو سیمو ته د سیل لپاره روان دي.

XS
SM
MD
LG