د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال عارف وزیر درېیم تلین لمانځلی دی


علي وزیر د مې پر دویمه په کراچۍ کې د عارف وزیر تلینغونډې ته د وینا پر مهال.
علي وزیر د مې پر دویمه په کراچۍ کې د عارف وزیر تلینغونډې ته د وینا پر مهال.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) جنوبي وزیرستان او کراچۍ کې د خپل پخواني مخکښ فعال سردار عارف وزير درېيم تلين لمانځلی دی.

د مې پر دویمه د کراچۍ د سهراب ګوټ غونډې ته د غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ استازي علي وزیر او د واڼه غونډې ته د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او نورو مشرانو وېناګانې وکړې او و یې ویل چې د وژل شویو فعالانو قربانۍ او کارونه نه هېروي.

عارف وزير د ۲۰۲۰ز کال د مې پر لومړۍ نېټه په خپل کلي غوایه خوا کې د وسلوالو په برید ژوبل شوی وو چې د مې پر دویمه یې د اسلام اباد په یو روغتون کې سا ورکړه. د هغه د وژنې ذمه واري هېچا نه وه منلې.

د عارف وزیر د تره زوی علي وزير د کراچۍ تلینغونډي ته په وينا کې وويل چې نوموړي او نورو پښتنو خپل ژوند له لاسه ورکړ خو "ظالمانو ته يې سر ټیټ نه کړ."

علي وزير وویل، يو ځل بيا د پښتنو پر خاوره ناامني زیاته شوې ده خو په وینا یې چې اوس ولس بیداره شوی دی او ناامني نه زغمي. ''نن د غورځنګ په وجه خلک پاڅېدل، شعور یې ترلاسه کړ او د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي. حکومت د يو بل پوځي اپرېشن هڅې کوي خو موږ [پر خپله خاوره] بل اپرېشن لپاره په هېڅ توګه تيار نه یو.''

علي وزير پر حکومت او رياستي ادارو غږ کړی چې په وزیرستان او په نورو پښتون مېشتو سیمو کې امن باوري کړي.

د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين په وینا کې وويل چې عارف وزير د پښتنو پر خاوره د امن خبره کوله او پر خپلو وسایلو د حقونو خبره يې کوله نو ځکه ووژل شو.

په همدې حال کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د عارف وزير د درېیم تلين په مناسب هغه پر "قام او خاوره د مین" تن په نوم یاد کړی دی. نوموړي د مې پر دویمه پر فېسبوک لیکلي چې عارف وزیر "د سنګر او ډګر سړی" وو.

عارف وزیر د پي ټي اېم له مخکښه فعالانو یو وو او په جنوبي وزیرستان کې یې د امنیت ټينګښت هڅې کولې. نوموړي په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له جوړېدو راهیسې د دوو کلونو په موده کې ۱۳ میاشتې په زندان کې تېرې کړې وې.

عارف وزير له جنوبي وزیرستانه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ څوکۍ ته نوماند وو خو د ۲۰۱۹ز کال د جولای د ۲۰مې په انتخاباتو کې بریالی نه شو.

د نوموړي د وژنې پر ضد پښتنو په پاکستان، افغانستان او په نورو ځایونو کې پراخ احتجاجونه کړي ول او د هغه په وژنه کې یې د ککړو وسلوالو د نیولو غوښتنه کړې وه.

د دې ترڅنګ د پاکستان د بشري حقونو کمېشن او د بښنې نړیوالې ادارې (ایمنسټي انټرنیشنل) هم د هغه د وژنې پېښې د خپلواکه پلټنو غوښتنه کړې وه خو تر اوسه په دې تور څوک نه دي نیول شوي.

البته د جنوبي وزیرستان انتظامیې او پولیسو هغه مهال ژمنه کړې وه چې پلټنو ته دوام ورکوي او ککړ کسان به هرومرو د قانون منګولو ته سپاري.

XS
SM
MD
LG