د لاسرسي ځای

تازه خبر

عارف وزیر د پي ټي اېم دوه کلن عمر کې ۱۳ میاشتې زنداني وو


عارف وزیر د فبرورۍ پر ۱۶مه د ډېره اسماعیل په جلسه کې
عارف وزیر د فبرورۍ پر ۱۶مه د ډېره اسماعیل په جلسه کې

عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ په دوه کلن عمر کې څه د پاسه یو کال په زندان کې تېر کړي.

۳۵ کلن وزير په تېرو دوو کلونو کې د غورځنګ د مظاهرو او غونډو پر مهال شپږ واره زنداني شوی او د خيبرپښتونخوا د بنو، ټانک، هريپور، واڼه او ډېره اسماعيل خان په زندانونو کې يې شاوخوا ۱۳ میاشتې تېرې کړې دي.

هغه د غورځنګ سياسي هدفونو ته دومره ځان سپارلی چې کله د فبرورۍ پر اتمه نېټه د شاوخوا دوو مياشتو تر بند وروسته د ډېره اسماعيل خان جېله خوشی شو نو د کور پر ځای د ارمان لوڼي د لومړي تلين غونډه کې د ګډون لپاره لورالايي (بوري) ته ولاړ.

د وزیر په وینا چې له جېله خلاص شو نو "هوډ مې وکړ چې تر هغو به پر کور قدم کښېنږدم او له بچیو سره به و نه وينم چې د ارمان لوڼي په تلين غونډه کې ګډون ونکړم."

طالبان ټانک عدالت ته راغلي ول، دړکې یې راکړې او تصويرونه يې هم واخیستل خو ما ورته وويل چې تر څو مې په بدن کې سا وي ستاسو خلاف به مبارزې ته دوام ورکوم.
عارف وزير

عارف وزير ته مبارزه، زندان، ځورونې او کړاوونه يو ډول په مېراث کې پاتې دي.

د نوموړي کورنۍ په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال ګواښونه، مرګونه، بې کورۍ او نيونې ليدلې دي.

عارف وزير ۲۰ کلن وو چې په ۲۰۰۵ز کال کې يې کور ته د پلار، ورور، تره او د تره زوی، پېنځه جنازې وروړل شوې.

د هغوی د وژنو ذمه واري وسله والو طالبانو منلې وه.

خو تر دې هم وړاندې په ۲۰۰۳ز کال کې د هغه د تره زوی فاروق وزير چې سياسي فعال او د وسله والو طالبانو ضد وو، ووژل شو.

فاروق وزير په قبايلي سيمو کې د هدفي وژنو لومړی قرباني وو.

د نوموړي زوی عالمګیر وزیر هم د پي ټي اېم له فعالو غړو یو دی چې د ۲۰۱۹ز کال له نومبر راهیسې د لاهور په زندان کې دی.

خو له دې سره يې د کورنۍ په نښه کولو لړۍ و نه درېدله او تر اوسه پورې يې شاوخوا ۱۳ خپلوان د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال وژل شوي دي.

عارف وزير د هريپور له زندانه د خوشې کېدو پر مهال
عارف وزير د هريپور له زندانه د خوشې کېدو پر مهال

د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازی علي وزير د عارف وزير د تره زوی دی.

د ترهګرۍ ضد جګړې ځورونو د علي او عارف شخصي او سياسي ژوند بدل کړ.

په قبايلي سيمو کې ترهګرۍ ضد جګړه لږ څه سړه شوې خو د دوی دواړو لهجې تندې دي البته فرق يې دا دی چې وسله والو د ټوپک په ژبه او عارف وزیر او علي وزیر د سياست په سوله ييزه ژبه خبرې کوي.

نوموړي له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال ادعا وکړه چې د ټانک عدالت ته د حاضرۍ پر مهال ورته څو طالبان د عادي کسانو په جامه ورغلي ول او د مرګ ګواښونه يې ورکړل:

د فبرورۍ پر ۱۶مه په ډېره اسماعیل خان کې د پي ټي اېم جلسه
د فبرورۍ پر ۱۶مه په ډېره اسماعیل خان کې د پي ټي اېم جلسه

"دوی [طالبان] ټانک عدالت ته راغلي ول، دړکې یې راکړې او تصويرونه يې هم واخیستل خو ما ورته وويل چې تر څو مې په بدن کې اخري سا وي زه به ستاسو خلاف مبارزې ته دوام ورکوم."

عارف وزير چې له زندانه دباندې وي نو هم د ده په خبره ورته ګواښونه کېږي:

"پر ما او علي [وزیر] باندې طالبانو په واڼه کې حمله وکړه چې زه پکې زخمي شوم. ما ته د ليکونو له لارې دمکيانې راکول کېږي خو ځکه يې پرواه نه کوم چې له دې سره به بيا له موږ څخه خپله مبارزه پاتې شي."

عارف وزير له جنوبي وزیرستانه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ څوکۍ ته نوماند وو خو د ۲۰۱۹ز کال د جولای د ۲۰مې په انتخاباتو کې بریالی نه شو.

ده تور پورې کړی وو چې ورسره درغلي شوې خو انتخاباتي کمېشن یې دعوه ناسمه بللې وه.

پر ۲۰۱۸ز کال د قبایلو په خيبرپښتونخوا تر ورګډېدو وروسته هلته پوليس نظام وغځول شو او عارف وزير د قبايلي ضلعو لومړی اوسېدونکی دی چې ورباندې اېف ای ار درج شو.

ما ته د ليکونو له لارې دمکيانې راکول کېږي خو ځکه يې پرواه نه کوم چې له دې سره به بيا له موږ څخه خپله مبارزه پاتې شي.
عارف وزير

د حکومت په نظر کې عارف وزير بېګناه نه دی.

هغه چې هر ځل نيول شوی نو ورباندې د پاکستان د قانون د سرغړونې تورونه پورې شوي.

پوليسو پر هغه په مختلفو وختونو کې د سرکار په کار کې د مداخلې، امن خرابولو، د رياستې ادارو پرضد د شعارونو او تقريرونو کولو، بغاوت او غداري کولو مقدمې دایرې کړې دي.

خو عدالت هر ځل عارف وزير په ضمانت خوشی کړی دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۶مه په ډېره اسماعیل خان کې د پي ټي اېم جلسې ته په وینا کې پر حکومت غږ وکړ چې د فبرورۍ پر ۱۵مه د غورځنګ د مشر منظور پښتین د ضمانت تر منظورېدو وروسته دې یې ژر خوشې کړي.

وزیر زیاته کړه چې د عدالتي ضمانت باوجود پښتین په زندان کې ساتل د ایین خلاف ورزي ده.

چارواکي وايي، ټاکل شوې چې پښتین د فبرورۍ پر ۱۷مه خوشې شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG