د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات قامي جرګه وايي د امنیت لپاره به په یو غږ ولسونه راباسي


د سوات په مټه او منګلور کې زرګونو کسانو په مظاهره کې برخه واخیسته: انځور اپریل ۲۸، کال ۲۰۲۳
د سوات په مټه او منګلور کې زرګونو کسانو په مظاهره کې برخه واخیسته: انځور اپریل ۲۸، کال ۲۰۲۳

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د امن لپاره مظاهرې شوي چې پکې زرګونو خلکو ګډون کړی. دوی له حکومته د بدامنۍ د ختمولو او د سوات د امن د خرابوونکیو پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوله.

د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې خلکو د اپریل پر ۲۸مه هم د جمعې له لمانځه وروسته خپلو پراخو مظاهرو ته دوام ورکړ. دوی دا مظاهرې د سوات په کبل سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په تاڼه کې د ترسره شویو غبرګو چاودنو نه وروسته شروع کړې دي.

د اپرېل پر ۲۴مه د سوات په کبل کې د ترهګرۍ مخنيوي پوليسو په تاڼه (سي ټي ډي) کې شويو چاودنو کې ۱۸ کسان ووژل شول او ۵۷ ژوبل شول. پوليس وايي دغه چاودنې د بجلۍ د شارټ سرکټ له وجې شوي او وروسته هلته موجود بارود چاودېدلي دي. خو مظاهرچيانو غوښتنه کوله چې د چاودنو رڼې پلټنې دې وشي او ولس ته دې هر څه په ډاګه کړل شي. خو بل پلو یوې لږې پېژندل شوې وسله والې ډلې تحریک جهاد پاکستان بیا ادعا کړې وه چې پر تاڼې برید د هغوی کسانو کړی دی.

د سوات په کبل تاڼه کې د چاودنو لامل څه وو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:06 0:00

د اپریل پر ۲۸مه، د سوات زرګونو خلکو په مټه او منګلور کې د احتجاج پر مهال له حکومته وغوښتل چې د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي او په لوی لاس د سوات د امن د خرابوونکیو پر ضد دې ګامونه واخلي.

په مټه چوک کې د سوات قامي جرګې تر سيوري لاندې په شوي احتجاج کې مدني فعالانو، سياستوالو او ځوانانو هم ګډون وکړ. په دې موقع د عوامي نېشنل ګوند یو ځايې مشر محمد سليم خان مشال رېډيو ته وويل چې د سيمې خلک د حکومت پر دې خبره باور نه لري چې ګینې په سوات کې د پوليسو پر مرکز شوی بريد د ترهګرۍ پېښه نه وه.

نوموړی وايي، حکومت دې د دې پېښې سمې پلټنې وکړي: "که په تاڼه کې دننه د وسلو په ډیپو کې چاودنې شوي، يا دا د ترهګرۍ بريد وي، حکومت دې په دواړو صورتونو کې د دې تحقیقات وکړي او ولس ته دې هر څه په ډاګه کړي."

نوموړی وايي، په مظاهرو کې د ټولو ګوندونو پلویان ګډون کوي ځکه چې د هغه په وینا خلک پوه شوي چې حکومت له خلکو نه حقایق پټوي. د مظاهرې یو بل مشر مختار خان یوسفزي وویل: "کلي په کلي به جرګې جوړوو. یو بل ته به لاس ورکوو. په یو غږ به د سوات د امن لپاره شریکې هلې ځلې کوو. "

مختار خان یوسفزي دا هم وویل چې که حکومت د هغوی پر احتجاج غوږ ونه ګرولو نو د مظاهرو لړۍ به پسې تر پېښور او اسلام اباده غځوي.

د اپریل پر ۲۴مه د سوات په کبل تاڼه کې له چاودنو وروسته د سوات قامي جرګې، ولسي پاڅون او تحریک انصاف ګوند پرله پسې مظاهرې کړې دي.

د سوات په مظاهرو کې ګډون کوونکیو، کسانو مشال راډیو ته وویل، په احتجاج کې ځکه برخه اخلي چې په سیمه کې د امنیت د ټینګېدو لپاره کار وشي. دوی وايي، که امن نه وي، د هغوی ژوند او کاروبار به هم نه وي، بیا به وسله وال ښارونو ته مخه کوي او حکومت به یې پر ضد عملیات کوي او د سوات اولس به بې کوره کېږي.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل احمد شریف چودري ویلي، د لومړنیو معلوماتو تر مخه، ښايي په سوات کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې شوې چاودنه هلته د موجودو بارودو په وجه شوې وي.

نوموړي د اپریل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر وخت وویل چې د سوات د پېښې پلټنې روانې دي خو ابتدايي معلومات دا دي چې دا یو درې منزله عمارت وو او چاودنه په اول منزل کې، په هغه خونه کې شوې ده چیرته چې نیول شوې وسله او بارود پراته ول.

میجر جنرل احمد شریف دا هم وویل چې دا وخت په هغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد تر ۷۰ زیات لوی او واړه عملیات روان دي.

د پاکستان پوځ همېش دریځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې ډيره قرباني ورکړې او د وسلوالو پر ضد بې توپيره کاروايي کوي. د پاکستان پوځ او حکومت د اپرېل پر ۱۴مه د ملي امنيت د کمېټې په غونډه کې ويلي ول چې د وسلوالو پر ضد به هدفي عمليات کوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG