د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عارف وزیر د وژنې خپلواکه پلټنې دې وشي: د بخښنې نړیوال سازمان


عارف وزير
عارف وزير

پراګ - د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنيسټي انټرنېشنل) په وسله وال برید کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مشر عارف وزیر وژنه غندلې ده او په دغه اړه يي د خپلواکه پلټنو غوښتنه کړې ده.

د سازمان اسیا څانګې نن (د مې پر دويمه) پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې "باید حکومت په دغه اړه خپلواکې او اغېزناکې پلټنې وکړي او له ذمه وارو سره دې حساب وشي."

د پولیسو په وینا عارف وزیر پرون (د مې لومړۍ نېټه) په جنوبي وزیرستان کې له واڼه سره نېږدې په یو وسله وال برید کې ټپي شوی و. له هغه وروسته نوموړی لومړی د ډېره اسماعيل روغتون ته رسول شوی او بيا وروسته د اسلام اباد پیمز روغتون ته يووړل شو چې نن سهار (د مې پر دويمه) يې همهلته ساه ورکړه.

د غورځنګ یوه غړي او فعال شان پښتین د مې لومړۍ پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې عارف وزیر تر روژه ماتي لږ ساعت مخکې له خپل تره زوی فرهاد وزیر سره په ګاډي کې سپور وو او له واڼه بازاره د خپل کلي "غوی خوا" لوري ته روان و چې ورباندې وسله والو ډزې وکړې.

پولیس وايي، له کوم ګاډي نه چې ډزې شوې وې، د عارف وزیر پلویانو هم پرې ځوابي ډزې کړي او په هغه ګاډي کې هم خلک لګېدلي او پولیس د هغه ګاډي او برید کونکو پسې ګرځي.

د عارف وزیر د تره زوی او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازي علي وزیر پرون ويلي و چې عارف يوه مرمۍ پر سر او دوه پر مټ لګېدلی و.

عارف وزیر د اپریل په ۲۷ مه له زندانه خوشې شوې و. وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سیوري لاندې د خپل ولس د بنیادي بشري حقونو لپاره مبارزه کوله او وخت په وخت ورباندی مقدمې جوړې شوې وې او زنداني شوی و.

وزیر د روان کال د اپریل په ۱۷ مه په واڼه کې د پولیسو له خوا نیول شوی و او ورباندې په افغانستان کې په یوه غونډه کې د پاکستان ضد څرګندونو او غدارۍ مقدمې درج شوي وې . غورځنګ د هغه پر ضد مقدمې "بې بنیاده"بللې وې.

پښتون ژغورنې غورځنګ د کال ۲۰۱۸ راهیسې د پښتنو د ولسي حقونو لپاره مبارزه کوي او د ورکو کړل شویو خلکو عدالتونو ته د وړاندې کولو غوښتنه کوي. غورځنګ تور پوری کوي چې د پاکستان امنیتي ادارې خلک نیسي او په دغه اړه مروجه قوانین له پامه غورځوي.

خو پاکستاني چارواکي دا تورونه ردوي او دا نه مني چې ګنې د دوی امنیتي او استخباراتي ادارې د خلکو د لادرکه کولو ذمه وار دي.

له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي او د غورځنګ مخکښ محسن داوړ نن (د مې پر دويمه) پر خپله ټویټر پاڼه د عارف وزیر وژنه غندلې او ویلي يي دي چې وزیر "ښه" ترهګرو وژلی دی او دا چې د هغوی د بادارانو پر ضد به مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG