د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سردار عارف وزیر قاتلان دې ونیول شي: پي ټي اېم


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او ګڼ نور غورځنګیان د سردار عارف وزیر د لومړي تلین پر مهال د هغه پر مزار دعا کوي. ۲۰۲۱، ۰۳ مې
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او ګڼ نور غورځنګیان د سردار عارف وزیر د لومړي تلین پر مهال د هغه پر مزار دعا کوي. ۲۰۲۱، ۰۳ مې

پښتون ژغورنې غورځنګ د مې پر دویمه نېټه د خپل غورځنګ د یوه مخکښ سردار عارف وزیر د وژنې لومړي تلین لمانځلو پرمهال د هغه د قاتلانو د نیولو او د کراچۍ په زندان کې د خپل یو بل مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د پرېښودو غوښتنه کړې.

د سردار عارف وزیر د لومړي تلین په مناسبت په کوټه، کراچۍ، چمن، لورالايي او ګڼو نورو سیمو کې غونډې شوې چې پکې د غورځنګ ګڼو پلویانو ګډون کړی وو.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پي ټي اېم یوه غړي شان پښتین وویل، چې د واڼه په غوایه خوا کلي کې د عارف وزیر لومړي تلینغونډې ته د پي ټي اېم مشر منظور احمد پښتین په ګډون له جنوبي او منځنۍ پښتونخوا څخه او د ملک له نورو برخو هم غورځنګیان ورغلي ول.

نوموړی زیاتوي چې په تلینغونډه کې د سردار عارف وزیر د قاتلانو په زغرده نیولوغوښتنه وشوه. دی وايي پولیسو یوازې د عارف وزیر اېف ای ار کښلی نور یې هېڅ اقدام هم نه دی کړی. د دوی په ادعا چې د هغه د وژنې پلټنې ډېرې ورو روانې دي.

د عارف وزیر لومړی تلین پر داسې مهال لمانځل شوی چې د هغه د تره یوه زوی او پاکستان قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر له تېرې دسمبر میاشتې راهیسې د کراچۍ په یوه زندان کې دی.

د عارف وزیر ورور سراج وزیر امریکا غږ ډيوه راډیو ته ویلي د ورور د وژنې یې یو کال پوره شو خو تر اوسه یې په وژنه کې ککړ قوتونه نه ونیول شول او نه معلوم شول.

نوموړی وايي، "په دې مقدمه کې په پرمختګ نه کېدو موږ اندېښمن یو او دا ګڼو چې دا مقدمه له پامه غورځول شوې او زموږ کورنۍ ته انصاف نه ترلاسه کېږي."

هغه زياته کړه دا د ریاستي ادارو کار دی چې د "عارف په وژنه کې ککړ کسان معلوم" کړي خو دوی ته چا په دې یو کال کې دا معلومات ور نه کړل چې د عارف د وژنې په مقدمه کې څومره پرمختګ شوی، څوک نيول شوي يا بل کوم کوټلی ګام پورته کړی شوی دی؟

وزير زياته کړه د صوبې د پولیسو مشر په خپله د دې پېښې د پلټنو باور ورکړی و خو تراوسه د هغې هم څه خبر مخې ته رانغلو.

د سوېلي وزیرستان پولیسو مشر شوکت علی مشال راډیو ته وویل چې پولیسو په خپل مدعیت کی د عارف وزیر د وژنې مقدمه درج کړې وه او ځینې مشکوک کسان یې نیولي هم ول خو د ثبوت نه لرلو له کبله یې خوشې کړي دي.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او له شمالي وزیرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وایي د پي‌ ټي‌ ایم د وژل شوي فعال عارف وزیر د لومړي تلین لمانځلو لپاره د پېښور پریس کلب اجازه ورنکړل شوه.

نوموړی وايي، د پریس کلب لخوا ورته ویل شوي چې هغوی د استخباراتي ادارو په فشار د عارف وزیر تلینغونډې ته ورکړې اجازه کینسل کړې ده.

هغه وایي دوی ته په پرېس کلب کې د عارف وزیر د تلین لمانځلو اجازت نه ورکول کېدل ښیي چې د هغه په وژنه کې څوک لاس لري؟

د پېښور پریس کلب انتظامیې بیا ویلي چې هغوی د عارف وزیر په یاد د جوړیدونکي سیمینار اجازت ځکه نه دی ورکړی چې حکومت له کورونا وایرسه د ځان ساتنې د سپارښتنو په اساس د پریس کلب دننه په هر رقم سترو، غونډو او دستورو بندیز ولګولو.

سردار عارف وزیر پروسږکال (۲۰۲۰) د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه په خپل کلي غوایه خوا کې د روزه ماتي پر مهال خپل کور ته پر لار وو چې یو ګاډي کې سورو ناڅرګندو وسله والو یې پر ګاډي برید وکړ او سخت یې ژوبل کړ.

وروسته نوموړی د مې میاشتې پر دویمه نېټه د اسلام اباد یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د هغه د وژنې ذمه واري هېچا نه ده منلې او نه یې په وژنه کې ککړ کسانو جوت شوي دي.

XS
SM
MD
LG