د لاسرسي ځای

تازه خبر

لسګونه زره احتجاجیانو د عارف وزیر وژنه وغندله


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ سردار عارف وزیر د وژنې پرضد بېګا شپه د پاکستان تر څنګ د نړۍ په یوشمېر ښارونو کې احتجاجونه کړي دي.

تر ټولو لویه مظاهره د عارف وزیر په خپل پلرني ټاټوبي واڼه کې وشوه چې د خواله رسنیو پهویډیوګانو کې یې شمېر لسګونه زره وو.

عارف وزیر په پلارنۍ سیمه واڼه کې هم د هغه د وژنې په ضد غټه احتجاجي

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



مظاهره شوې وه چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړی وو. احتجاجي غونډې ته په وینا کې د شمالي وزیرستان اوسېدونکي عید رحمن پخپله وینا کې وویل، چې نور پر خپله خاوره جګړه نه غواړي:

"زه په خپله خاوره د خپل مشر، د خپل زوی او د خپل کشر قتلِ عام نور نه غواړم، دا جنګي پالیسي دې دی په پنجاب کې وچلوي".

په پېښور کې هم تېره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینو مشرانو او غړو احتجاج وکړ. د صوبایي اسمبلۍ غړي او غورځنګ یو مخکښ میر کلام وزیر

وویل دوی به د خپلو حقونو د غوښتنو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

د دې تر څنګ په مردان، ټانک، ډېره اسماعیل خان، سوات، ږوب، چمن، کلا سیف الله، لورلایي، پښین، شمالي وزیرستان ، خوست او کابل کې هم د عارف وزیر د وژنې لوی احتجاجونه وشول.

په پاکستان او افغانستان کې احتجاجونو تر څنګ په نوره نړۍ کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړو د کرونا وایرس له کبله آنلاین احتجاجونه کړي،

سوات لاریون: د سردار عارف وزیر وژونکي دې ګرفتار او سزاوار شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:26 0:00


چې پکې یې د عارف وزیر د وژنې ذمه واري د پاکستان پر امنیتي ادارو ور اچولې، خو د پاکستان ادارو تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د دې غورځنګ د مخکښ او د قومي‌ اسمبلۍ د غړي علي وزیر د تره زوی وو، چې په تېرو دوو کلونو کې په وار- وار په دې تور نیول شوی او په زندانونو کې ساتل شوی چې ګواکې هغه خلک د ریاست په ضد پارول.

د مې په لومړۍ نېټه په واڼه کې ناڅرګندو کسانو پر عارف وزیر هغه وسلوال برید وکړ، چې هغه تر روژه مات مخکې خپل کور ته روان وو او تر سختو ټپونو وروسته یې د مې په ۲مه د اسلام اباد په پیمز روغتون کې ساه ورکړه او د مې په ۳مه د واڼه په غوا خوا سیمه کې پخپله پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

نوې ګرفتاریانې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي، د بنو پولیسو یې بېګا شپه څلور ملګري او د غورځنګ غړي نیولي دي.

د دوی په وینا، بېګا شپه د عارف وزیر د وژنې خلاف له احتجاج وروسته یې پولیسو ندیم عسکر، شاه نواز، ګیله من پښتین او صدیق الله نیولي دي او ورباندې مقدمې جوړې کړي دي.

د بنو پولیسو مشر (ډي پي او) یاسر اپرېدي مشال ریډیو ته وویل، چې د غورځنګ پلویانو د ۱۴۴ دفعې سرغړونه کړې ده نو ځکه یې نیولي دي.

د عارف وزیر د وژنې په باب د منظور پښتین څرګندونې

پښتون تحفظ موومېنټ مشر منظور پښتين ويلي د عارف وزير د قتل مقدمه به د پوځ او د رياست د مشرانو خلاف درج کوي او د دې د پاره به په ملک دننه او په بهر نړۍ کې تحريک چلوي.

پښتين د نهې- سه شنبې په ماښام په خپله فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه په وينا کې وويل، د عارف وزير د وژنې ايف ای آر به د ادارو د مشرانو خلاف کوي ځکه چې د هغه په وينا دا هر څه د پوځ او د رياست د سربراهانو په امر کيږي.

په دې اړه د پوځ د اړخه لا څه نه دي ويل شوي البته د اطلاعاتو د مرکزي وزير شېبلي فراز نه چې کله يوه ځايي خبريال وپوښتل چې د عارف وزير په وژنه يې حکومت ولې چپه خوله دی نو ښاغلي فراز وويل:

"زه په دې حقله هېڅ معلومات نه لرم، چې تفصیل تر لاسه کړم نو په دې اړه به بل وخت معلومات درکړم".

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر تېره ورځ ويلي وو، د پېښې تحقيقات يې پيل کړي او په ورځ دوه کې به د پلټنو تفصيل ولس ته ښکاره کړي.

په خوست کې د سردار عارف وزیر د وژنې خلاف لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00


د پي ټي ايم د مخکښ عارف وزير د وژنې خلاف د احتجاجي لړۍ پيل کولو په موقع منظور پښتين په پښتنو افسرانو، عالمانو او نورو مخورو غږ کړی، بايد د پښتنو په خاوره روان ناورين دې په پام کې ونيسي چې دوی د پښتنو خلاف استعمال نه شي.

منظور پښتين وويل چې ‌‌‌‌‌‌ډېر پښتانه افسران که په امنیتي ځواکونو کې دي که په نورو نوکریو کې دي که پښتانه عالمان دي او چې څوک هم خپل اثر لري سوچ دې وکړي چې يواځې د نوکرۍ په خاطر مو څوک د پښتنو خلاف استعمال نه کړي.

د عارف وزير په وژنه د ملنډو او دروغو پروپیګنډې په اړه ښاغلي پښتين د پنجاب د ګورنر د رسمي ټویټر پاڼې ذکر وکړ او ويې ويل چې د عارف وزير وژنه په افغان اسخباراتي ادارو ور اچول نه يواځې د عارف وزير بلکې د پښتنو بې عزتي ده او پنجاب پرې جشن لمانځي.

البته د پنجاب د ګورنر افيشل پاڼې دغه ټويټ بد بللی او ژمنه يې کړې چې په دې اړه پلټنې وکړي چې څوک دغه پاڼه د ګورنر د بدنامۍ د پاره خو نه کاروي؟

منظور پښتين وويل، له پښتنو سره د روان ظلم باوجود د پښتون ژغورنې غورځنګ د امن او انصاف غږ کوي او د لر او بر دواړو خواوو په پښتنو يې غږ وکړ چې په خپله خاوره د امن او سولې د پاره پورته شي او يو بل ته د اتفاق لاس ورکړي.

ښاغلي پښتين وويل د خپل پرامن تحريک نه په هيڅ قيمت نه په شا کيږي او د اييني حقونو جنګ به هم دغسې روان ساتي سره د دې چې وایي د ملک واکداران ورسره د پښتنو اييني حقونه هم نه مني.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG