د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان سوداګرو او عام ولس له حکومت او اتمانزيو جرګې د لارو خلاصولو غوښتنه کړې


د اتمانزيو جرګې مشران د نومبر پر لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان له انتظامي چارواکو سره د جرګې په مهال.
د اتمانزيو جرګې مشران د نومبر پر لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان له انتظامي چارواکو سره د جرګې په مهال.

د شمالي وزيرستان سوداګر وايي چې د اتمانزیو جرګې لخوا شمالي وزیرستان ته تلونکې ټولې لارې د ډېسېمبر پر ۲۳مه ( په څلورمه ورځ ) هم تړلې دي چې له کبله يې دوی او عام خلک له يوشمېر ستونزو سره مخامخ دي.

د شمالي وزیرستان د سوداګرو ټولنې مشر قمر زمان د ډېسېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د لارو تړل کېدو له وجې له افغانستان سره د غلام خان د لارې تجارت بند شوی دی او خلکو ته هم په تګ راتګ کې ستونزې دي.

هغه وویل، مال وړونکي ګاډي يې ایسار دي او له تاوان سره مخ کېږي. نوموړي له حکومته غوښتي چې د اتمازیود جرګې غوښتنې دې ومني او ستونزې دې ورته زر تر زره هواري کړي.

اتمانزیو جرګې د ډېسېمبر پر۲۰مه اعلان وکړ چې انتظامېې ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړي نو ځکه د احتجاج په توګه شمالي وزيرستان ته تلونکې سړکونه تړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اتمانزیو جرګې یو ځل بیا د خپلو غوښتنو د پوره کېدو په موخه احتجاج پیل کړی دی او هغې ضلعې ته تلونکې لارې یې وتړلې.

جرګې دا احتجاج د ډېسېمبر پر ۲۰مه تر هغې وروسته پیل کړ چې حکومت ته یې د غوښتنو پوره کولو لپاره د اقدام لپاره ورکړې نېټه پای ته ورسېده.

د جرګې په غوښتنو کې د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکول شامل دي.

جرګې د نومبر پر شپږمه نېټه ویلي ول چې حکومتي چارواکو پر سټامپ پېپر (قانوني کاغذ) ټولې غوښتنې ولیکلې او د عملي کولو ژمنه یې وکړه.

خو وروسته د نومبر پر ۲۷مه هم اتمانزیو د غوښتنو نه پوره کېدو پرضد په میرلي کې د بنو او میرامشا ترمینځ سړک تړلی وو خو د انتظامیې تر ډاډ وروسته یې احتجاج ختم کړ.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر منظور اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د جرګې له مشرانو سره یې خبرو ته دوام ورکوي.

هغه وویل، حکومت جرګې سره ژمنې پوره کړي دي او باید څوک قانون په خپلو لاس کې وانخلي ګيني پر ضد به يې قانوني کاروايي کوي.

د شمالي وزيرستان انتظاميې د اتمانزيو جرګې له مشرانو سره تر دې وړاندې هم څو ځلې خبرې کړې وې خو موافقې يا وروستۍ نتيجې ته نه ول رسېدلي.

په رزمک کې د اتمانزیو د ولسونو د "یووالي" لپاره جرګه د جولای په وروستۍ اوونۍ کې پيل شوې وه او له حکومته یې په سيمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې وه.

د اتمانزیو جرګې مشران وايي چې په شمالي وزيرستان کې هدفي بریدونه روان دي او هلته د ۲۰۱۴ز کال تر ضرب عضب عملیاتو وروسته شاوخوا ۶۰۰ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

ځايي ولس د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. په زياترو دا ډول غونډو کې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG