د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه وایي د سیند پولیس یې د بې اسناده افغانانو په نوم ځوروي


د نومبر پر دویمه نیول شوي افغانان په کراچۍ کې د پولیسو مرکز ته وړل کېږي.
د نومبر پر دویمه نیول شوي افغانان په کراچۍ کې د پولیسو مرکز ته وړل کېږي.

تر کراچۍ وروسته د سیند صوبې په یوشمېر نورو ښارونو کې مېشتو پښتنو هم تور پورې کړی چې پولیس یې د بې اسناده افغانانو په نوم نیسي او ځوروي یې.

د حیدر اباد اوسېدونکي جان محمد خان د نومبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې په حیدر اباد، جامشورو، بدین او نورو ښارونو کې پولیس پښتانه کاروباریان نیسي، تاڼو ته یې بیايي او بیا ورڅخه د پیسو تر اخیستو وروسته یې خوشې کوي.

جان محمد خان زياته کړه چې پوليسو چارواکو سره ډپټي کمېشنرانو او نورو سرکاري چارواکو ته يي وار په وار خطونو استولي دي خو تر اوسه پوليسو د پښتنو سره ناسم چلند نه دی درولی.

د سيند په بېلا بېلو سيمو کې له پښتنو سره پر روان چلند پښتون ژغورنې غورځنګ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د عوامي نېشنل ګوند تر څنګ نورو ګوندونو او مدني فعالانو هم پر سيند حکومت او پوليسو سختې نیوکې کړې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سلیم خان ترین هم د نومبر پر ۱۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې پولیس د پاکستان تابعیت لرونکي پښتانه د بې اسناده افغانانو په نوم تر څو ورځو په تاڼو کې ساتي.

تر دې مخکې هم په هغه صوبه کې مېشتو پښتنو د ځورونو تور پورې کړی دی چې پرضد یې یوشمېر ملتپاله ګوندونو او د بشري حقونو فعالانو مظاهرې هم کړې دي.

د عوامي نیشنل ګوند د سیند صوبې مشر شاهي سید د نومبر پر نهمه د کراچۍ په مردان هاوس کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته ویلي وو چې د عامو پښتنو له خوا یې شکایتونه ترلاسه کړي چې حکومت یې د افغان کډوالو په نوم ځوروي.

پاکستان قبايل موومنټ وايي، سیند پولیس د افغان کډوالو په نوم پښتانه ځوروي‌
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

خو د سیند چارواکي وايي چې پولیس یوازې د بې اسناده بهرنیو د نیولو اجازه لري. د سیند د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر حارث نواز د نومبر پر ۱۶مه، مشال راډیو ته وویل چې د ځینو شکایتونو تر ترلاسه کولو وروسته یې اړوندو ادارو ته امر وکړ چې د پاکستان شناختي کارډ لرونکو او رجسټر افغان کډوالو د ګرفتاریو مخنیوی دې وکړي.

هغه وویل "ډپټي کمېشنر، نادرا، د پوليسو اېس اېس پي او اسپشل برانچ ته لارښونې شوي دي. څوک هم دا اجازه نه لري چې پاکستاني پښتانه وځوروي، موږ ته څه شکاياتونه راغلي ول خو ټولو چارواکو ته په سختۍ سره وويل شول چې څوک هم ونه ځورول شي."

ده وویل چې يوازې بې اسناده افغان کډوال نيول کېږي او رجسټر‌‌ډ افغان کډوالو ته هيڅوک څه نشي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان چارواکو د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې بې اسناده افغانان نیسي او هېواد ته یې ستنوي.

د بشري حقونو تنظیمونو او د پاکستان سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو ستنولو پر پرېکړه نیوکې کړې دي او په بیا بیا یې ورڅخه غوښتي چې هغه پرېکړه دې بېرته واخلي.

د نومبر پر ۱۵مه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر مشر فولکر تورک له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند اندېښنه وښودله.

د نومبر پر ۱۰مه، د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو بندي کول، ایستل او ځورول په سمدستي توګه ودروي.

بل خوا ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ کړی وو چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم)، له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه بېلې شوې ډلې او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو کره شمېره معلوم نه دی خو پاکستاني چارواکي یې شمېر شاوخوا ۱۷ لکه یادوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویلي چې په پاکستان کې خواوشا ۱۳ لکه افغان کډوال پي او ار او ۸۴۰،۰۰۰ افغان سېټېزن یا تابعیت کارډونه لري.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په بېلابېلو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک پاکستان ته کډه شوي دي.

پر افغانستان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

XS
SM
MD
LG