د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانیخېلو کې د عوامي نیشنل ګوند د غړي د مبینه نيونې ضد مظاهره شوې


دا د ۲۰۲۱ز کال انځور دی کله چې د جانیخېلو اوسېدونکو د ناامنۍ پرضد د اسلام اباد پر لوري لاريون پیل کړ.
دا د ۲۰۲۱ز کال انځور دی کله چې د جانیخېلو اوسېدونکو د ناامنۍ پرضد د اسلام اباد پر لوري لاريون پیل کړ.

د بنو په جانيخېلو (ځونیخېلو) کې ځايي خلکو د فبرورۍ ۱۶مه د امنیتي ځواکونو له خوا د عوامي نیشنل ګوند د يوه غړي د "نيونې" او په سیمه کې د ناامنيو ضد مظاهره کړې ده.

یوشمېر مظاهرچيانو له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې امنیتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۱۵مه عجمان وزیر له جانيخېلو منډیۍ څخه نيولی دی. مشال راډيو په خپلواکه توګه د دوی د دعوې تصدیق و نه کړای شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) يو ځايي فعال علا الدين وزیر مشال راډیو ته وويل چې دوی غوښتنه کوي چې عجمان وزیر دې پوليسو ته وسپارل شي. "عجمان وزیر که جرم کړی وي نو پوليسو ته دې وسپاري چې هغه بیا عدالت ته وړاندې کړل شي."

د مظاهرې يو بل ګډونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ د جانيخېلو مشر لطيف وزیري مشال راډیو ته وويل چې دوی د عجمان وزیر د خوشې کېدو په ګډون په سيمه کې د ناامنۍ د مخنيوي غوښتنه کوي. "د جانيخېلو اوسېدونکي نور له ناامنيو څخه ستړي شوي دي، موږ پر خپله خاوره امن او ژوند غواړو او نور له ګرځبندېز او بېځایه تنګول نه زغمو."

مظاهرچيان وايي چې د ناامنۍ ضد يې په وار وار لاريويونه، پرلتونه او جرګې کړې خو لا هم امنيتي وضع خرابه ده.

مشال راډيو د عجمان وزیر او د سيمې د امنیت په اړه د خلکو د تازه اندېښنو په اړه له حکومتي چارواکو سره د رابطې هڅه وکړه، خو بریالۍ نه شوه. البته څه موده وړاندې چارواکو له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ادعا کړې وه چې بېګناه خلک نه نيسي او په سيمه کې یې د امنيت ښه کولو لپاره د وسلوالو ضد ځانګړي عملیاتو ته دوام ورکړی.

چارواکو هغه مهال زیاته کړې وه چې په جانيخېلو کې يې د دوو اربو روپیو د ارزښت پرمختيايي پروژې هم پیل کړې دي.

د خیبر پښتونخوا پخوانی اعلا وزیر محمود خان د جانيخېلو له مشرانو سره پر لوظنامه لاسلیک کوي - د ۲۰۲۱ز کال د مارچ ۲۹مې انځور.
د خیبر پښتونخوا پخوانی اعلا وزیر محمود خان د جانيخېلو له مشرانو سره پر لوظنامه لاسلیک کوي - د ۲۰۲۱ز کال د مارچ ۲۹مې انځور.

د جانېخېلو کې د امنيت ستونزه په لومړي وار په ۲۰۲۱ز کال مارچ میاشت کې تر هغې وروسته په شدت په ډاګه شوه چې هلته د څلورو هلکانو مړې وموندل شول. تر هغې وروسته وروسته د سیمې خلکو پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG