د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت جانیخېلو کې د ځلمیانو د وژنې پلټنه کوي: اعلا وزیر محمود خان


د څلورو زلمیانو د وژنې پر ضد د جانیخېلو مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

د څلورو زلمیانو د وژنې پر ضد د جانیخېلو مظاهره

د خيبر پښتونخوا وزيراعلا ويلي چې صوبايي حکومت په لوړه کچ د بنو په جانيخېلو کې د څلورو ځلميانو د وژنې پلټنې کوي او له پرلتوالو سره يې مذاکرات روان دي.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان پر ټویټر کښلي چې د دې پېښې غندنه کوی او زیاتوي چې په لوړه کچه پلټنې به یې کېږي. که څه هم د صوبايي حکومت یو پلاوی د ټرانسپورټ وزیر شاه محمد په مشرۍ کې له پرلتوالو سره په مذاکراتو بوخت دی خو تر دا ګړۍ یې خبرو اترو هېڅ پایله نه ده ورکړې.

د بنو په جانيخېلو کې د څلورو ځلميانو د وژنې پرضد د ځايي ولس احتجاجي پرلت نن په شپږمه ورځ هم روان دی. دوی لا هم د مارچ پر ۲۱مه په مرموز ډول د وژل شويو دغو ځلميانو له مړو ښخولو انکار کوي.

دوی وايي تر څو چې حکومت د دوی غوښتنې نه وي پرځای کړي نو احتجاج به يې روان وي.

د جانیخېلو یو مشر ملک ماویز خان وايي چې له ۲۰۰۹ز کال راهیسې له ناامنیو سره مخامخ دي نور د خپلو مړیو په ښخولو ستړي شوي دي او په خپله سیمه کې تلپاتې امن غواړي. له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل، دلته یې تر دې پېښې مخکې لس لس مړي هم پورته کړي دي. په غونډ کې حساب کې په زرګونه خلک مړ دی. زموږ فریاد، ژړا چا نه اورېدله، دا ګلالي چې پراته دي، کېدای شي خدای پاک زموږ ګناه معاف کړي وي، د دوی له وجې دهرنه شروع شوه، په خلکو کې اتفاق راغلی. موږ نه له سرکاره بنګلې غواړو، نه سکولونه او هسپتالونه غواړو. موږ امن غواړو.

دی زیاتوي، ځوانانو پرېکړه کړې وه چې خپله دهرنه یا پرلت نن ورځ اسلام اباد ته یوسي، د دې لپاره قامونو ۵۰، ۵۰ لکه روپۍ هم اچولې دي، په سلګونه ګادي مو کرایه کړي دي، او اسلام اباد ته د تلو تکل مو کړی وو خو وروسته مشرانو ویل یو دوې ورځې به لا ودرو، له دې پس به روان شو.

د مارچ پر ۲۵مه د جانیخېلو یوه پرلتوال ظاهر خان مشال راډیو ته وویل، که غوښتنې و نه منل شوې نو له خپلو مړیو سره یوځای به اسلام اباد ته لاریون وکړي.

د ده په خبره د نورو قبیلو سرديخېل، بېټڼي مشران هم ورغلي، د سیاسي ګوندونو مشران هم ورغلي، اوس پر دی خبری روانی دي، که یې غوښتنې منل کېږي نه نو وړاندی به پرمختګ وکړي.

یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د پرلتوالو ټولې غوښتنې مني، او د وژل شویو ځلمیانو کورنیو ته شهدا پېکېج ورکوي، او د هر ډول وسله والو پرضد د ګام اخیستو ډاډ یې ورکړی خو نه پوهېږي چې پرلتوال د دوی له خبرې سره اتفاق ولې نه کوي. چارواکي دا هم وویل، ښايي نن خبرې اترې پای ته ورسېږي.

بلخوا پرلتوال وايي، دوی د هر ډول وسله والو پر ضد عملي اقدام لیدل غواړي. چې مطمین شي نو هله به پرلت پای ته ورسوي.

عوامي نېشنل ګوند غوښتنه کړې چې د پاکستان عدالت دې په جانيخېلو کې د ځوانانو د مبينه وژنو ازخود نوټس واخلي.

دا غوښتنه د مارچ پر ۲۵مه د دې پارټۍ مشرانو په بنو کې د جانیخېلو پرلت ته په وینا کې کوله.

د اې اېن پي د خيبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان په خپله وينا کې وويل، د پښتنو په سيمو کې امن نه شته. هغه زياته کړه چې ښه او بد طالب نشته بلکې د ده په خبره دوی وسله وال طالبان ترهګر بولي او د ده په وينا، په ترهګرو کې ښه نه وي. نوموړي وويل چې هر ترهګر د پښتانه قام دښمن دی او حساب ورسره کول پکار دی.

اېمل ولي خان په خپله وینا کې پر ریاست غږ وکړ چې د ښه او بد وسله وال په اړه دې خپل دریځ څرګند کړي که د ده په وجود کې دلته وسله والې ډلې شتون لري او دی څه نه ورته وايي، د دې مانا دا شوه چې دا د ده خلک دي.

نوموړي دې احتجاجي دهرنې ته په خپله وینا کې وویل چې ریاست په توله دنیا کې اعلان وکړ چې دلته (وزیرستانونو) کې یې کړي پوځي عملیات ضرب عضب کامیابه ول نو بیا ولې اوس هم هره ورځ پښتانه وژل کېږي.

نوموړي پر ریاست غږ وکړ چې د پښتنو د قبایلي سیمو اووه ضلعې دې هم د پېښور، چارسدې، بنو او د خیبر پښتونخوا د نورو ضلعو غوندې سیول انتظامیې ته وسپارل شي.

اېمل ولي خان په خپله وینا کې د خلکو ورکولو یا غایبولو په اړه زیاته کړه چې "د کوم قانون له مخې دلته خلک اوچتول کېږي؟ د کوم ایین له مخې خلک ورکول کېږي؟ د پاکستان په ایین کې هر فرد دا حق لري چې دی به وکیل نیسي، دی به عدالت ته ځي. چې هر څومره لوی جرم یې کړی وي خو په عدالت کې د صفايي موقع لري. نو بیا ولې خلک ورکوئ. څومره خلک چې ورک دي، په هغوی کې بې ګناه هغه دې پرېږدي او ګناه ګار دې عدالتونو ته وړاندې کړي."

اېمل ولي خان وویل، که دغسې پر دهرنا یا پرلت د پاکستان په نورو ښارونو لکه لاهور، اسلام اباد او یا یو بل ښار کې ناست ول نو حکومت به نه وی ورغلی؟ نن خو نه حکومت ځان خبروي او نه د پاکستان میډيا.

نوموړي پر حکومت سختې نیوکې وکړې چې د بنو څلور ځلیمان وژل شوي او دوی یې تپوس او پوښتنه هم نه کوي. ده وویل حکومتي غړي که نور څه نه شي کولای، د دې خلکو په غم کې خو شریکېدلای شي.

د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي جنرل سېکرېټري سردار حسين بابک پرلت ته د وينا پر مهال د پاکستان له عدالته وغوښتل چې د ځوانانو د مبینه وژنې دې ازخود نوتس واخلي. نوموړي پر دې مهال پر پاکستانیو رسنیو هم سختې نیوکې وکړې چې د بنو جانیخېلو پر دومره لویه غمیزه غلي او پټه خوله دي.

د جانیخېلو د څلورو زلميانو مړي د مارچ پر ۲۱مه موندل شوي ول چې د مرموزه مرګ پرضد يې نن په پنځمه ورځ هم د پوځي کلا مخې ته پرلت دوام لري. خلکو د مړو له ښخولو انکار کړی. دوی غوښتنه کوي، د وژونکو معلومولو لپاره دې عدالتي پلټنې وشي، له کورنيوو سره دې یې د شهدا پیکېج هومره مرسته وشي او د هر ډول (ښه او بد) وسله والو مخه دې ونيول شي. پوليس وايي، پلټنې روانې دي. د سيمې خلکو او پوليسو په وينا دغه ځوانان ۲۰ورځې وړاندې له جانيخېلو لادرکه شوي ول چې د مارچ پر ۲۱مه یې په ياده سيمه کې په مرمیو ویشتلي مړي وموندل شول.

د پوليسو د اېف ای ار ترمخه د وژل شوو کسانو عمرونه له ۱۳ تر ۱۸ کالو پورې دي.

په جانیخلېو کې له تېرې څه موده راهیسې هدفي وژنې او ناامنۍ په زیاتېدو دي. د دغه سیمې ترڅنګ په ورڅېرمه شمالي وزیرستان کې هم د هدفي بریدونو او ناامنیو پرضد بیا بیا پښتون ژغورنه غورځنګ، ځايي ځوانان او ولس لاریونونه کړي.

خو سرکار او پوځ وايي، د امن پرځای کولو لپاره یې ځانګړي عملیات دوام لري.

XS
SM
MD
LG