د لاسرسي ځای

تازه خبر

بکاخېلو کې د ناامنيو ضد احتجاج شوی دی


مظاهرچيانو په لاسونو کې لوحې نيولې وې چې ورباندې د سولې د غوښتو شعارونه ليکل شوي ول.
مظاهرچيانو په لاسونو کې لوحې نيولې وې چې ورباندې د سولې د غوښتو شعارونه ليکل شوي ول.

د بنو په بکاخېلو کې د مارچ پر شپږمه ځايي خلکو د بمي چاودنو او بدامنۍ ضد د لاریون پر مهال د امنيت ښه کولو غوښتنه کړې ده.

لاريون د مارچ پر پنځمه د شوي بريد په غبرګون کې شوی چې په اړه يې چارواکو ويلي ول چې په موټر سایکل کې د اېښوول شوي بم په چاودنه کې یو کس وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي.

احتجاجيان پر بنو میرامشا سړک بکاخېل منډۍ کې ورغونډ شوي ول او په لاسونو کې یې بېنرونه نیولي ول چې ورباندې د امن شعارونه لیکل شوي ول.

په احتجاج کې شامل د بکاخېلو يوه اوسېدونکي محمد نواز مشال راډيو ته وویل په سیمه د ناامنۍ څپې عادي وګړي له مرګژوبلو سره مخ کړي چې دوی يې پر ضد احتجاج کولو ته اړ شوي دي. هغه زیاته کړه:"د پرونۍ پېښې ضد مو دا لاریون وکړ. په خپله سیمه کې ترهګري او تشدد نه شو زغملی، موږ امن غواړو."

په بکاخېلو کې د مارچ پر پینځمه چاودنه کې مرګژوبله شوې وه
په بکاخېلو کې د مارچ پر پینځمه چاودنه کې مرګژوبله شوې وه

په بنو کې د امنیت ستونزه په لومړي وار په ۲۰۲۱ز کال هغه وخت په شدت سره راپورته شو چې کله په جانیخېلو کې د څلورو هلکانو مړي وموندل شول. له دې وروسته د سیمي خلکو نر نهو ورځو پورې پرلت وواهه چې بیا د هغه وخت له صوبایي حکومت سره تر موافقې پس پای ته ورسېد. په همدې کال د سیمې یو مشر ملک نصیب خان په هدفي وژنه کې په نښه شوی و، چې پر ضد د سیمې خلکو نزدې یوه میاشت احتجاجي پرلت وواهه.

د ننۍ مظاهرې ګډونوال فعال او خبریال ګوهر وزیر وویل، بکاخېل تجارتي مرکز دی او په هیڅ حالت هلته ناامني نه مني. نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې امنیت دې پر ځای کړي.

اخوا پولیس بیا ويلي چې د بکاخېل د تازه چاودنې په اړه يې د نامعلومو کسانو ضد مقدمه دایره کړې او پلټنې یې پیل کړي، خو تراوسه يې هيڅوک په ډې تړاو نه دې نيولي.

ایا په ترهګرۍ ضد بیانیه کې د پاکستان دولت او پي ټي اېم متحدان دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:56 0:00

د بنو یو امنیتي افسر چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم ليکلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې پولیس او نورې امنیتي ادارې په ګډه د امن ټینګښت لپاره کار کوي او د وسلوالو ضد په بنو، لکي مروت او شاوخوا سیمو کې ځانګړي عملیاتو ته يې دوام ورکړی دی.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

په پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو څېړنیزه اداره (پاکستان انسټیټیوټ فار کانفلېکټ اینډ سیکیورېټي سټدیز) وايي، د روان کال د جنورۍ میاشتې پرتله په فیبرورۍ کې د بدامنۍ پېښې زیاتې وې خو مرګ ژوبله یې نسبتا کمه لرله.

د یادې ادارې مشر سعد خټک د مارچ پر دویمه مشال رېډیو ته وویل، د جنورۍ میاشتې پرتله په فبرورۍ میاشت کې د بدامنۍ پېښې ۳۲ فیصده زیاتې وې خو د جنورۍ میاشتې په مقابله کې په فبرورۍ میاشت کې د مرګژوبلې شمېره ځکه کمه وه چې په جنورۍ کې د پېښور په پولیس لاین کې حملې زیات کسان وژلي ول.

د زیاتیدونکې ناامنۍ ضد د پاکستان د نورو برخو په ګډون په خیبر پښتونخوا کې وخت پر وخت پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او د ولسي پاڅونونو په نامه احتجاجيونه شوي دي. د پاکستان حکومت وایي وسلوال بیا منظمېدو ته نه پریږدي او د ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG