د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ په ټولو "پټو مقدمو" کې د علي وزير د نه نیولو امر کړی


علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له ۱۶مې په دې تور بندي دی چې ګواکې د ریاست ضد ویناوې یې کړې دي خو نوموړی دا تور ردوي. (انځور: ارشیف)
علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له ۱۶مې په دې تور بندي دی چې ګواکې د ریاست ضد ویناوې یې کړې دي خو نوموړی دا تور ردوي. (انځور: ارشیف)

پېښور های کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د پارلېمان غړي علي وزیر په ټولو مقدمو کې د نه نیولو امر جاري کړی دی.

په پېښور کې د علي وزیر وکیل شیر افضل خان مروت د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې عدالت په ټولو "پټو مقدمو" کې هم د علي وزیر د نه نیولو امر کړی دی.

ده وویل، "د علي وزیر پرضد چې نن د خیبر پښتونخوا حکومت د کومو ۱۱ مقدمو ليسټ وړاندې کړ چې ځینې په سوات، میرامشاه یا نورو ځایونو کې درج شوې دي، نو د هغو ځایونو پولیس تاڼو لا د علي وزیر ګرفتاري هم نه ده کړې، نو ضمانت هغه وخت کیږي چې یو تن ګرفتار شي."

شیر افضل خان مروت زیاته کړه چې د علي وزیر خلاف ریاست یو شمېر مقدمې درج کړې دي او چې په یوه کې یې ضمانت وشي، نو بله مخې ته راشي.

ده وویل، "ما ځکه خواست وکړ چې په ټولو مقدمو کې دې موږ ته سهولت راکړل شي او د پېښور های کورټ یو بېنچ نن دغه تاریخ سازه فیصله وکړه."

مروت زیاته کړه چې پېښور های کورټ امر کړی دی چې یوه تاڼه به هم علي وزیر وار له مخه په درج شویو مقدمو کې نه نیسي.

عدالت د خیبر پښتونخوا د چارسدې په یوه مقدمه کې هم د علي وزیر د ضمانت خواست منظور کړی دی.

په چارسده کې د علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین خلاف دا مقدمه د ۲۰۲۰ز کال په مارچ میاشت کې هغه وخت درج شوې وه چې کله پښتون ژغورنې غورځنګ په چارسده کې جلسه کړې وه.

په هغه مقدمه کې ویل شوي چې ګواکې علي وزیر او منظور پشتین د ځینو ریاستي ادارو خلاف وینا کړې وه، خو دواړه دغه تورونه ردوي.

د چارسدې عدالت د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر پينځمه په دې مقدمه کې د علي وزیر د ضمانت درخواست رد کړی وو.

خو په کراچۍ کې د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ د پېښور های کورټ د ۲۷مې جنورۍ پرېکړې په اړه وايي چې دا یوازې په خیبر پښتونخوا کې عملي کېږي.

د ده په وینا، د پاکستان په نورو صوبو کې که پر علي وزیر مقدمې جوړې وي نو په هغه کې یې پولیس نیولای شي.

علي وزیر تر نیول کېدو وړاندې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو او په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نېږدې هرې جلسې ته وینا کړې وه.

نوموړی د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه تر هغه وروسته په پېښور کې نیول شوی وو چې د پېښور ارمي پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو یاد غونډې ته یې وینا کړې وه. د پېښور پولیسو ویلي وو چې هغه ګام یې د سیند پولیسو پر غوښتنه ترسره کړی وو.

د سیند پولیسو پر علي وزیر تور پورې کړی وو چې د دوی په وینا د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د جلسې پر مهال د ملک او ملکي ادارو خلاف خبرې کړې وې.

خو علي وزیر دا تور ردوي او وايي چې د پاکستان د ایین په چوکاټ کې د پښتنو د حق خبره کوي.

XS
SM
MD
LG