د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر څه باندې ۲ کاله وروسته د خپلې انتخاباتي حلقې له اوسېدونکو سره لیدلي


علي وزیر څه باندې ۲ کاله وروسته د خپلې انتخاباتي حلقې له اوسېدونکو سره لیدلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:06 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر څه باندې دوه کاله وروسته په واڼه کې د خپلې حلقې له اوسېدونکو سره لیدلي دي. نوموړی د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له نیمايي راهیسې د ریاست پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو په تور په کراچۍ کې بندي وو چې د فبرورۍ پر ۱۴مه د عدالتي حکمونو پر اساس خوشې شو. وزیر د فبرورۍ پر ۱۸مه ماښام مهال واڼه ته ورسېد. د پیپلز ګوند یو سیاستوال عمران مخلص د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د وزیر د انتخاباتي حلقې او نورو سیمو سلګونه وګړي د هغه ستړي مه شي او هرکلي ته ورغلي ول او په ساعتونو یې هلته ورته انتظار وکړ. علي وزیر خلکو ته په وینا کې وویل، د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي له یوشمېر کلونو راهیسې د ناامنۍ ښکار دي چې دی یې پرضد مبارزه کوي. واڼه ته د نوموړي ورتګ په اړه رپورټ واورئ.

XS
SM
MD
LG