د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین وايي د ورکو کسانو "د میندو او خویندو د اوښکو قدر نه شته"


منظور پښتین د جون په ۱۰مه په کوټه کې د ورکو خلکو په پرلت کې له ماما قدیر بلوڅ سره ناست دی.
منظور پښتین د جون په ۱۰مه په کوټه کې د ورکو خلکو په پرلت کې له ماما قدیر بلوڅ سره ناست دی.

په کوټه کې لسګونه بلوڅانو او پښتنو د ورکو کسانو د موندلو لپاره د جون پر نهمه تازه پرلت وهلی دی.

د جون پر ۱۰مه د کوټې پریس کلب مخې ته په هغې احتجاج کې شریک د لاردکه بلوڅانو لپاره تنظیم (وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز) مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ یو ځل بیا د پاکستان له حکومت او امنيتي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې جبري لادرکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي.

احتجاج ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او د غورځنګ يو بل مخکښ او د پارلېمان غړی علي وزیر هم ورغلي ول.

منظور پښتین وويل چې حکومتي چارواکي د لادرکه خلکو د مسلې د حلولو وعدې وکړي خو په عمل کې څه نه کوي. ''د زرګونو میندو او خویندو د اوښکو قدر نه شته. د زرګونو ورکو کړل شویو او ژونديو انسانانو قدر نه شته خو د يو پوځي جنرال [د کور] د طاوس قدر شته دی. چارواکو څو ځلې د جبري لادرکيو د مسلې د حل ژمنه وکړه خو بيا هېڅ و نه شول.''

منظور پښتین د هغه طاوس یادونه کوله چې د مې پر نهمه د تحريک انصاف غړو د مظاهرو پر وخت يو تن په لاهور کې د پوځ کور کمانډر له کوره له ځان سره یووړ. وروسته، پولیسو هغه کس ونیو.

منظور پښتین زیاته کړه، ''طاوس تر لادرکۍ دوه ورځې وروسته وموندل شو. د طاوس لادرکه کوونکي ته سزا هم وشوه. وجه یې دا وه چې هغه د يو پوځي جنرال طاوس وو. موږ چې پښتانه او بلوڅانو یو، د زرګونو لادرکه کسانو قدر مو نه شته. زموږ لپاره يوازې پوځي عمليات دي، ماورای عدالت قتلونه دي او جنګ دی.''

د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت په بیا بیا د ماورای عدالت وژنو تور رد کړی دی او وايي، که داسې پېښې شوې هم وي، نو پلټنې یې کوي. پوځ داراز وايي چې د وسلوالو ډلو پر ضد عملیات کوي او د هېواد امنیت ټینګښت ته ژمن دی.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې د مشکوکو کسانو ورکولو په اړه ويلي ول، "نه غواړو څوک په زور لادرکه شي خو په جنګ او مينه کې هر څه جايز دي."

د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې اسلام اباد های کورټ وزيراعظم شهباز شريف ورغوښتی وو او هغه ته یې حکم کړی وو چې په زور دې د خلکو ورکولو مسله ژرترژره حل کړي. شريف وعده کړې وه چې همداسې به کوي.

له دې پرته د پاکستان حکومت په ۲۰۱۱ کال کې د جبري لادرکه کسانو د مسلې د حل لپاره يو کمېشن جوړ کړی چې وايي تر اوسه یې د څه د پاسه ۶،۰۰۰ کسانو قضیې حل کړې دي.

خو د لادرکو بلوڅانو هغه سازمان ادعا کوي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له ۴۵،۰۰۰ زيات بلوڅان ورک کړي دي.

منظور پښتین او علي وزیر په احتجاجي خیمه کې له بلوڅ فعالانو سره ناست دي
منظور پښتین او علي وزیر په احتجاجي خیمه کې له بلوڅ فعالانو سره ناست دي

د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په میاشت کې اسلام اباد های کورټ د بلوڅ زده کوونکو په غوښتنه کمېشن هم جوړ کړی چې یوشمېر غونډې یې کړې دي. هغه کمېشن خپل راپور مکمل کړی او اسلام اباد های کورټ ته يې خپلې سپارښتنې وړاندې کړې دي.

د پاکستان کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې ويلي ول چې جبري لادرکۍ د ریاست لپاره شرم دی او زیاته کړې یې وه چې وزيراعظم شهباز شريف د دې مسلې لپاره د کابینې د یوشمېر وزيرانو په شمول يوه پارلېماني کمېټې هم جوړه کړې ده.

په بلوچستان کې هر کال د جون نهمه د لادرکه خلکو د موندلو لپاره مظاهرې کېږي. د جبري لادرکه کسانو کورنۍ په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کوي او له حکومته غوښتنه کوي چې پر هر چا د کوم جرم شک وي، نو هغه دې د ورکولو پر ځای عدالت ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG