د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماما قدير بلوچ: ۳۵۰۰۰ لادرکه بلوچانو کې د اتو زرو مړي موندل شوي


پرون په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې د مظاهرو او غونډو په کېدو سره د لادرکه کړل شوو کسانو له ورځې يادونه وشوه، چې د بشري حقونو کارکوونکي وايي پاکستان کې امنيتي ځواکونو په زرګونو بلوچان غيب کړي دي.

پرون اسلام اباد کې د پاکستان د بشري حقونو کميشن غړو د يوې مظاهرې له لارې له حکومته وغوښتل چې لادرکه کړل شوي کسان دي پيدا او خوشي کړي.

هلته د ورکو بلوچانو موندلو لپاره کارکوونکې ادارې (Voice for Missing Baloch People) مرستيال مشر ماما قدير بلوچ وايي د زرګونو هغو بلوچانو ليست يې د پاکستان حکومت او نړيوالو ادارو ته ورکړی چې د امنيتي ځواکونو سره په قيد کې دي. د بلوچستان حکومت وايي د زرګونو بلوچانو د لادرکۍ خبره سمه نه ده او يوازې اته نوي ورکو کسانو نومونه ورسره دي.

په کوټه کې د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان له خوا د پريس کلب څنګ ته له تېرو اوو کلونو راهيسې احتجاجي کېمپ لګېدلى خو وايي په جبري توګه لادرکه بلوڅان ژوندي موندل کېږي نه بلکې خراب شوي مړي يې وخت په وخت پر بيابانونو غورځول کېږي.

نور په عدالتي کميشنونو باور نه لرو

د دې سازمان مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ پرون په جبري توګه د ورکو خلکو د نړيوالې ورځې په مناسبت خبري غونډې ته وويل: ((نه مو دا ورک خلک ښکاره شوي دي نه موږ ته دا مالومه ده چې دوى چېرې دي چېرې نه دي، د خرابو مړيو د غورځولو شمېر زيات شوى دى، کم شوى نه دى. پينځه دېرش زره کسان بې درکه دي. تر اتو زرو زيات په شکنجو وژل شوي دي، د ورکو خلکو دا فهرست مو حکومت، اعلى محکمې، سترې محکمې، د بشري حقونو ادارو او ملګرو ملتونو ټولو ته ورکړى دى))

د دغو ورکو بلوڅانو د موندنې لپاره څو کاله مخکې يو عدالتي کميشن هم جوړ شوى چې د ځينو ورکو کسانو کیسونه پکې څېړل کېږي خو د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مشر نصرالله بلوڅ وايي چې نور له داسې کميشنونو څخه ناهيلي شوي دي. هغه زياتوي چې عدالتونو ته يې د ورکو بلوڅانو د مرموزو تښتونو په اړه شواهد هم وړاندې کړي، خو خلک يې نه دي موندل شوي.

هغه زياته کړه: ((موږ به مخکې بيا- بيا ويل چې خلک مو په جبري توګه وړل کېږي او خراب مړي يې غورځول کېږي، خو اوس د سپريم کورټ په کچه دا ثابته شوه چې د خلکو په ترى تم کولو کې حکومتي ادارې لاس لري. په دې اړه عدالتي کميشن جوړول هسې د وخت ضايع کول دي. دا د ورکو خلکو د کيسونو د خرابولو لپاره جوړ شوى او د هغو ادارو- چې خلکو په زور ورکولو کې لاس لري- د وکالت لپاره جوړ شوى.))

بلخوا د بلوچستان د کورنيوو چارو وزارت وايي په تېرو شپږو کلونو کې له ورکو خلکو څخه د شاوخوا زرو تنو مړي موندل شوي دي چې په هغوى کې اکثريت يې د بلوڅانو دى او شاوخوا سل تنه لا هم ورک دي.

د بلوچستان حکومت وياند انوارالحق کاکړ وايي د زرګونو خلکو د جبري ورکېدنې او وژنو ادعا هسې د حکومت په ضد تبليغات دي. کاکړ زياتوي چې د کوم کسانو د ورکېدو دعوه کيږي هغوی افغانستان کې دي. د بشري حقونو نړيوالو ادارو په وار وار په بلوچستان کې د خلکو پر جبري ورکېدنو او پر بشرضد اعمالو اندېښنې ښودلې دي.

XS
SM
MD
LG