د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم وايي پښتانه دې پر خپلو وسایلو د واک لپاره یو موټی شي


د جون پر نهمه په کوټه کې د جلسې په مهال د پي ټي اېم مشران په سټیج ناست دي.
د جون پر نهمه په کوټه کې د جلسې په مهال د پي ټي اېم مشران په سټیج ناست دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ویلي، په پاکستان کې د پښتنو په خاوره کې هر ډول وسایل شته خو بیا هم پښتانه بې روزګاره، مساپر او در په در دي.

د جون پر نهمه په کوټه کې د زرګونو کسانو جلسې ته په وینا کې د غورځنګ مخکښ علي وزیر وویل، د یو پلان له مخې د پښتنو په ځمکه جنګ تپل شوی او د هغه په خبره په وسایلو یې قبضه شوې ده.د کوټې نوحصار په جلسه کې د پی ټي اېم د ګڼو غړو ترڅنګ قبایلي مشرانو برخه هم لرله.

د جلسې زیاتره وېنا کونکو پر پښتنه خاوره د وسایلو شتون او په هغې کې پښتنو ته د برخې نه ورکولو په موضوع ویناوې وکړې.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د غورځنګ مخکښ علي وزیر جلسې ته وویل چې هغوی د پښتون قام د وسایلو د لوټلو د مخنیوي لپاره میدان ته وتلي دي، ''د پښتنو د وسایلو لوټ روان دی، په ځمکو یې قبضې روانې دي، د خزانو په تلاش کې غرونو ته په تلو لارو چیک پوسټونه جوړ شوي او د پښتنو ورتګ ورته بند کړل شوی دی.''

جلسې ته د پي ټي اېم مرکزي مشر منظور پښتین هم وېنا وکړه او ویې ویل چې په پاکستان کې نه یوازې پښتانه بلکې بلوڅ او سیندیان هم له اساسي حقونو بې برخې دي.

هغه وویل، ''پښتنو ته خدایې ښکلی وطن ورکړی دی، وسایل پکې شته، ځنګلونه لري، چلغوزې او زیتون او د دیار لرګي لري. سیندونه، تېل او ګېس هم ورسره شته. کویله، زمرد، کرومایټ او هرڅه شته خو یو قابض (قوت) ورباندې پروت دی.''

هغه د چا نوم وا نخیست خو ویې ویل چې د هغه قابض قوت د لېرې کولو لپاره د پښتنو د یووالي لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

منظور پښتین وویل، غوښتنې یې قانوني دي او د پاکستان د اساسي قانون ترمخه هم څوک حق نه لري چې د بل قام وسایل لوټ کړي.

هغه وویل چې پښتون په خپله خاوره د ناامنۍ او پر خپلو وسایلو د واک نه لرلو له وجې مساپر دی او چې کله په خپلو وسایلو خپل اختیار واخلي، نو سیال به شي او له مساپریو به خلاص شي.

د پي ټي اېم مشر وویل د یوې شمېرې له مخې یو نیم کروړ پښتانه بهرنیو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره تللي دي.

د پاکستان وفاقي حکومت د پي ټي اېم د مشرانو د اوسنیو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو د جلسې نه مخکې د پاکستان خزانې وزیر قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي کلني بجټ کې د صوبو د ودې لپاره پیسې ځانګړې کړې دي. په هغو پیسو کې د بلوچستان لپاره ۵۰ اربه، د خیبر پښتونخوا لپاره ۳ اربه او ۶۸ کروړه او د قبایلي ضلعو لپاره ۵۷ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG