د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د لادرکه بلوڅانو د خوشې کولو لپاره مظاهره شوې


په کراچۍ په بېلا بېلو وختونو کې فعالانو د ورکو خلکو د خوشې کېدو لپاره مظاهرې کړې دي ـ پخوانی انځور
په کراچۍ په بېلا بېلو وختونو کې فعالانو د ورکو خلکو د خوشې کېدو لپاره مظاهرې کړې دي ـ پخوانی انځور

له بلوچستان د لادرکه کسانو د کورنیو غړو په کراچۍ کې د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتي چې خپل خپلوان دې یې خوشي کړي.

د اپرېل پر ۳۰مه دوی د کراچۍ له پریس کلبه تر ارټس کونسله لاریون وکړ چې د سیند صوبې بېلابېلو بشري حقونو فعالانو هم پکې ګډون وکړ.

د لادرکه بلوڅانو موندلو لپاره کار کوونکي سازمان وایس افر بلوڅ مسینګ پرسنز لخوا هغه احتجاج کې شریکه د لادرکه عبدالحمید زهري لور سعیده حمید بلوڅ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې پلار ورک دی.

نوموړې زیاته کړه چې د هغه د خوشې کولو لپاره یې په اسلام اباد او نورو ځایونو کې احتجاجونه کړي او عدالت ته هم تللې خو لا یې هم د پلار څه درک نشته.''موږ هم د نورو خلکو په شان په ارام ژوند کولو غواړو خو اوس مو احتجاجونه کول د ژوند برخه جوړه شوې ده. موږ نور هیڅ نه غواړو. یوازې دا وایو چې خپلوان مو دې خوشې شي.''

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره له ۲۰۱۱م کال کې يو کميشن جوړ شوی دی. ياد کمېشن د تېر ۲۰۲۲ کال په ډېسمبر کې په خپل يو رپورټ کې ویلي و چې ياده نيټې پورې د لادرکه ۹۱۳۳ کسانو قضيې ثبت شوې وې چې پکې په ۶۰۰۰ قضيې هوارې شوې دي.

په کراچۍ کې د مظاهره يو ګډونوال اسلم بلوڅ بيا مشال راډيو ته وويل دبلوچستان تر څنګ په ټول هيواد کې بلوڅان په جبري توګه لادرکه او د امنيتي ځواکونو لخوا تښتول کيږي.''له څه مقدمې يا وارنټ پرته بلوڅان ونیول شي او ويوړل شي چې دا تښتول دي. پخوا سړي لادرکه کېدل. اوس ښځې، ماشومان او زده کونکي هم خوندي نه دي. بلوڅان په هېڅ ځای که هم خوندي نه دي. په تعليمي ادارو کې بلوڅ زده کوونکي په نښه کيږي. موږ غوښتنه کوو چې بلوڅان دې خوشې شي او دا ډول غېرقانوني چلند دې بند شي.''

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف تېر کال د سېپټېمبر پر نهمه نېټه هوډ ښوولی وو چې د ورکو کسانو د خوشې کولو او د هغوی د قضیو څېړلو ټولې ممکنې هڅې کوي. د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په میاشت کې اسلام اباد های کورټ د بلوڅ زده کوونکو په غوښتنه کمېشن هم جوړ کړی چې یوشمېر غونډې یې کړې دي. ياد کمېشن خپل راپور مکمل کړی او اسلام اباد هايي کورټ ته يې خپلې سپارښتنې وړاندې کړي دي.

په مظاهره کې دبشري حقونو فعال عمران خليل وويل له کلونو راهيسې خلک په زور تری تم کيږي او چې څوک د بې درکو پوښتنه کوي نو هغوی هم بې درکه کیږي. ''دپاکستان د ایين ترمخه په جبری توګه يو څوک غيبول جرم دی خو داسې ښکاري چې د بلوڅانو او پښتنو لادرکه کوم جرم نه ګڼل کيږي. هره ورځ د بلوچستان او خیبر پښتوانخوا خلک تښتول کيږي. ځیني خلک له کلونو راهيسې په حراستي مرکزونو کې دي. ورک دي. که د پاکستان عدالتونه ازاد وي نو دا خلک دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي.''

د لادرکه بلوڅانو خپلوانو تر دې وړاندې هم په کراچۍ، کوټه او اسلام اباد کې څو ځله احتجاجي مظاهری کړې دي. دبشري حقونو او بلوڅانو د حقونو سازمانونه د خلکو د ورکولو تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي خو هغوی دا تورونه تل رد کړي دي.

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن د اپرېل په ۲۶مه په خپل کلني راپور کې د جبري لادرکيو ودرولو غوښتنه کړې وه. په راپور کې راغلي ول چې په پاکستان کې د بېلابېلو کمېټو، کمېشن او حکومتي وعدو باوجود هم په زور د خلکو غيبول دوام لري، په راپور کې یادونه شوې وه چې په بلوچستان کې حالات د ډېرې اندېښنې وړ دي.

XS
SM
MD
LG