د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وکیلانو د "حق دو" تحریک د مشر ګرفتارۍ ضد هړتال کړی


مولانا هدایت الرحمان د جنورۍ پر ۱۳مه له هغه وروسته نیول شوی چې دی په ګوادر کې عدالت وړاندې شوی دی. (انځور ارشیف)
مولانا هدایت الرحمان د جنورۍ پر ۱۳مه له هغه وروسته نیول شوی چې دی په ګوادر کې عدالت وړاندې شوی دی. (انځور ارشیف)

د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې - بلوچستان بار کونسل - د حق دو تحریک د مشر مولانا هدایت الرحمان د نیول کیدو پرضد له عدالتونو بایکاټ کړی دی.

د وکیلانو د اتحادیې یو مشر مولا داد خان بړیڅي‌ د جنورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې دوی په کوټه او د صوبې په نورو برخو کې له عدالتونو بایکاټ کړی دی.

ده وویل، "مولانا هدایت الرحمان د خپلې سیمې پر مسلو غږ پورته کړی او د قانون خلاف څه کار یې نه دی کړی نو ځکه باید خوشې کړای شي."

بلخوا د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې خلک وایي چې د وکیلانو د کاربندیز له وجې یې په عدالوتونو کې د مقدمو کاروایي نه ده شوې.

د جماعت اسلامي له خوا د مولانا هدایت الرحمان او د هغه د ملګرو د نیول کېدو پرضد په بلوچستان کې احتجاجي مظاهرې شوې دي.

د جماعت اسلامي بلوچستان د اطلاعاتو سیکرټري ولي شاکر د کوټې د پریس کلب مخې ته راغونډ شویو مظاهره چیانو ته د وینا پر مهال د مولانا هدایت الرحمان ګرفتاري غندلې ده.

نوموړي‌ویلي‌ چې "د بلوچستان حکمرانو په ګوادر کې له عدالت څخه د مولانا هدایت الرحمان په نیولو سره د عدالت سپکاوی کړی دی."

ده وویل چې نوموړي هیڅ ناقانونه کار نه دی کړی او یوازې یې د خپل ولس د حق لپاره غږ پورته کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د بلوچستان په ګوادر کې پولیسو د جنورۍ پر ۱۳مه د "حق دو" په نامه تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان له خپلو دو ملګرو سره ونیوی.

مولانا هدایت الرحمان د جنورۍ پر ۱۳مه له هغه وروسته ونیول شو چې دی په ګوادر کې عدالت وړاندې شوی دی.

پولیس نوموړی د هغه پولیس د وژل کېدو ضد مقدمې په لړ کې نیولی دی کوم چې د ۲۰۲۲م کال په ډېسېمبر به په ګوادر کې د حق دو تحریک په احتجاج کې وژل شوی وو.

حکومتي چارواکو د مولانا هدایت الرحمان په مشرۍ راوتلي مظاهره چیان تورن کړي وو چې د پولیس وژلو تر څنګ یې یو شمېر حکومتي ودانیو ته زیان هم اړولی وو.

پولیسو له هغه وروسته پر هدایت الرحمان او د ده په ملګرو مقدمه جوړه کړې وه او د جنورۍ پر ۱۳مه یې په هم هغه مقدمه کې نیولی دی خو تر اوسه یې په دې اړه رسمي بیان نه دی ورکړی.

د صوبايي حکومت په امر پولیسو د ۲۰۲۲م کال د ډېسېمبر پر ۲۶مه په ګوادر کې د راغونډو مظاهره چیانو تیت و پرک کولو لپاره له اوښکو بهونکو ګېسو کار اخیستی وو.

مولانا هدایت الرحمان او د هغه ملګري له هغه راهسې پټ شوي وو خو د جنورۍ پر نهمه نېټه یې پر ټویټر پاڼه لیکلي وو، "د ګرفتارۍ ورکولو لپاره ډېر زر ګوادر ته روان یم."


د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې د مولانا هدایت الرحمان پر نیول کېدو نیوکې کړې دي او په غبرګون کې یې د جنورۍ پر ۱۴مه د صوبې له ټولو عدالتونو پرېکون اعلان کړی دی.

مولانا هدایت الرحمان د جماعت اسلامي یو ځايي‌ مشر دی خو له تېرو دوو کالونو راهسې یې وخت پر وخت په ګوادر کې د ځینې داسې غوښتنو لپاره ولسي احتجاجونه کړي چې په ګڼ شمېر خلکو یې ملاتړ کړی دی.

د حق دو تحریک په غوښتنو کې شامل دي چې په ګوادر سمندر کې دې د غټو ټرالرانو په واسطه د کبانو ښکار بند شي، د سرحدي عسکرو لخوا جوړ کړل شوي امنیتي پوستې دې بندې شي او د نشه یې توکیو پر ضد دې اقدامات وشي.

دوی لومړی د ۲۰۲۱م کال په ډېسېمبر کې د دې غوښتنو لپاره په ګوادر کې داسې احتجاج کړی وو چې په لسګونه زره خلک پکې شریک شوي وو.

د حق دو تحریک د ۲۰۲۱م کال د ډېسېمبر ۱۰مې عکس
د حق دو تحریک د ۲۰۲۱م کال د ډېسېمبر ۱۰مې عکس

د مولانا هدایت الرحمان په مشرۍ د حق دو تحریک پلویان د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې یو ځل بیا د ګوادر لارو کوڅو ته را ووتل او احتجاج یې پیل کړ.

دوی وویل چې حکومت ورسره د دوی د غوښتنو پوره کولو لپاره کړې وعدې نه دې پوره کړي نو ځکه یې بيا احتجاج شروع کړی دی.

د صوبې اعلا وزیر جام کمال د ۲۰۲۱م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ځانګړي توګه ګوادر ته ولاړ اوله پرلتوالو سره يې يو ۱۹ نکاتي تړون لاسليک کړ چې ورسره پرلت پای ته ورسېد.

د تحریک مشرانو هغه مهال له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته احتجاج ختم کړی وو خو د دې تحريک مشران وايي حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه بیا پر احتجاج کولو مجبوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG