د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ د يو "مهم بلوڅ وسلوال" نیولو دعوه کړې ده


د پاکستان امنیتي ځواکونه په کوټه کې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان امنیتي ځواکونه په کوټه کې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) ادعا کړې چې د ګلزار امام چې د شمبې په نوم پېژندل کېږي، يې د يوې کاروايي پر مهال نيولی دی.

البته د اپرېل اوومې په بيان کې دا نه دي راغلي چې نوموړی یې چېرې او کله نیولی دی.

د پوځ په وینا، ګلزار امام د "بلوچ نیشنل ارمي" په نوم د هغې ناقانونه وسلوالې ډلې بنسټ ایښودونکی او مشر" وو چې د دوو نورو وسلوالو ډلو "بلوچ رېپبلېکن ارمي او یونایېټېد بلوچ ارمي د یو ځای کېدو په نتیجه کې جوړه شوه."

په بیان کې تور پورې شوی دی چې بلوچ نیشنل ارمي پر قانون پلي کوونکو ادارو د بریدونو په ګډون په پاکستان کې د "لسګونو خونړيو حملو مسووليت پر غاړه لري."

تر اوسه د ای اېس پي ار په بیان کې یادو شویو بلوڅ بېلتونپالو ډلو د پوځ د دعوو په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی خو د ۲۰۲۲ز کال په نومبر مياشت کې د "بلوچ نیشنلېسټ ارمي" په نوم يوې ډلې رسنيو ته په لېږدولي بيان کې ادعا کړې وه چې ګلزار امام تر "لادرکه کېدو وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارو په ولکه" کې دی.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې له کلونو راهيسې بلوڅ بېلتون غوښتونکي فعاليت کوي او هغوی له پاکستانه پر خپلو وسايلو واک او د صوبې د خپلواکۍ غوښتنه کوي.

هغه وسلوالې ډلې وخت ناوخته د پاکستان پر امنيتي سرتېرو، دولتي چارواکو او داراز، د چین-پاکستان اقتصادي لارې د پروژو پر چینايي کارکوونکو او نورو چینايي وګړو د حملو ذمه وارۍ هم مني.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې تور پورې کوی چې چينايان د پاکستان حکومت په مرسته د بلوچستان پر وسايلو د قبضې هڅې کوي نو ځکه ورباندې حملې کوي.

بیجنګ د چین – پاکستان اقتصادي لارو د پروژو په ترڅ کې په بلوچستان کې د ګوادر بندر ترڅنګ د پاکستان په مختلف سيمو کې د اربونو ډالرو پانګونه کړې ده.

د پاکستان پوځ او نیمه پوځي ځواکونو سرتېري له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې په بلوچستان کې ځای پر ځای دي او هلته یې د وسلوالو ډلو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته په تېرو ۷۴ کلونو کې یوشمېر بلوڅ ډلو په مختلفو وختونو کې پینځه ځلې د رياست پرضد وسله پورته کړې ده چې په غبرګون کې يې هر وار حکومت پوځي عملیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG