د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې وسلوال بريد کې ۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د بلوچستان په کیچ ضلع کې د ایران پولې ته څېرمه د ترهګرو په یوه برید کې څلور پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ايي اېس پي ار) نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د اپریل په لومړۍ نیټه د ترهګرو یوې ډلې چې د ایران له لوري فعالیت کوي، پولې ته څیرمه د کیچ ضلعې په جلګي سیکټر د پاکستان په امنیتي ځواکونو برید کړی او ۴ پوځیان یې وژلي دي.

ايي اېس پي ار ویلي چې د ترهګرو پر ضد د اغېزمن اقدام او په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره له ایراني لوري سره "ضروري تماسونه" نیول شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله نن په ټویټر په یو بیان کې د بريد غندنه کړې او زیاته کړی یې ده چې “قام د ترهګرۍ ضد په جګړه کې متحد دی."

ایران لا په دغه اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې روان کال د جنورۍ په میاشت کې هم د بلوچستان په پنجګور ضلع کې د پاکستان - ایران پولې په اوږدو کې د ترهګرو په برید کې څلور امنیتي سرتیري وژل شوي وو.

هغه مهال د پاکستان لوړ پوړو چارواکو دغه پېښه په کلکه غندلې وه او د بهرنیو چارو وزارت له ایرانه غوښتي وو چې مجرمینو ته دې سزا ورکړي او بشپړې پلټنې دې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG