د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان کروندګرو د بجلۍ لوډشېډنګ پر ضد احتجاجاً لويې لارې تړلې دي


د مارچ پر دویمه ګڼو کروندګرو د بلوچستان په یوشمېر برخو کې لویې لارې وتړلې.
د مارچ پر دویمه ګڼو کروندګرو د بلوچستان په یوشمېر برخو کې لویې لارې وتړلې.

د بلوچستان د کروندګرو اتحادیې د مارچ پر دويمه د بجلۍ لوډشېډنګ ضد کاربندیز کړی او د صوبې یوشمېر مهمې لويې لارې يې تړلې دي.

یوشمېر کروندګرو مشال رېډیو ته ویلي چې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه ساعته برېښنا لري او د نشتوالي له کبله يې باوړۍ (ټيوب ويلونه) نه چلېږي. د دوی په خبره، فصلونو ته په کافي اندازه اوبه نه شي ورکولی او هم دې امله يې باغونه خرابېږي.

اخوا په کوټه کې د پاکستان د اوبو او برېښنا چارو ادارې (واپډا) یوه چارواکي محمد افضل مشال رېډیو ته ويلي چې کروندګر د بجلۍ بېلونه نه پرې کوي نو ځکه یې ورباندې برېښنا بنده کړې ده.

د بلوچستان پالېزونو ته زیان ولې رسېدلی دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:36 0:00

نوموړي زیاته کړې چې د واپډا او کروندګرو ترمينځ د شوې پرېکړې له مخې به يې پخوا په ۲۴ ساعتونو کې شپږ ساعته بجلي ورکوله، خو د بېلونو نه ورکولو له کبله ورته اوس یوازې دوه ساعته بجلي ورکوي.

په کوټه کې د برېښنا د وېش او لېږد اداره (کېسکو) په تازه بیان کې ويلي چې د روان ۲۰۲۳ز تر جنورۍ پورې يې کروندګر د بجلۍ بېلونو په برخه کې ۳۸۳ اربه روپۍ پوروړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG